اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د پاکستان د کرپټو کونسل لوړي پائې غونډه به د ګل په ورځ په 2 جون د خزاني وفاقي وزير سناتور محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې كيږي۔د خزانې وزارت لخوا د جمعې په ورځ جاري شوې بیان له مخې دا غونډه په پاکستان کښې د ډیجیټل كرنسي او کرپټو د پراخه منظرنامي په اړه په قانوني ډهانچه د غور لپاره يو ستراتیجكي فورم …
د خزانې وزیر سناتور محمد اورنګزیب په مشرۍ د پاکستان د کرپټو کونسل لوړي پائې غونډه به د جون په دويمه نيټه كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د پاکستان د کرپټو کونسل لوړي پائې غونډه به د ګل په ورځ په 2 جون د خزاني وفاقي وزير سناتور محمد اورنګزیب په مشرۍ كښې كيږي۔د خزانې وزارت لخوا د جمعې په ورځ جاري شوې بیان له مخې دا غونډه په پاکستان کښې د ډیجیټل كرنسي او کرپټو د پراخه منظرنامي په اړه په قانوني ډهانچه د غور لپاره يو ستراتیجكي فورم په توګه كيږي۔په دې غونډه کښې به د بلاك چین او کرپټو لپاره د وزیر مملكت او د اعظم خاص مرستيال بلال بن ثاقب د پاکستان د کریپټو کونسل د ايګزيكټيو آفسر په توګه ګډون كوي ۔په غونډه کښې د پاکستان د سټیټ بانك ګورنر، د سیکیورټیز او ایکسچینج کمیشن چئيرمېن ، د قانون او انصاف د ډويژن سیکرټري او د انفارمېشن ټیکنالوجي او ټيلي كمېونيكيشن وزارت سیکرټري ګډون متوقع دی۔ د غونډې په مهمو نكاتو كښې په پاکستان کښې د ډیجیټل او ورچوئل اثاثو لپاره د یو قوي تنظیمي چوکاټ جوړول شامل دي كوم چې به د نړیوال معیار او د جديد ټیکنالوجۍ تقاضو له مخې وي ۔ په غونډه کښې به یوه مهمه موضوع د پاکستان د ورچوئل اثاثو ريګوليټري ادارې جوړولو لپاره په ابتدائي اقداماتو غور کول وي۔ دا غونډه په پاکستان کښې د راتلونکي تقاضو سره همغږي لرونکي مالياتي ډهانچے ته وده ورکولو، په ډیجیټل معيشت كښې استحكام او د ضابطو بشپړ پابندي باوري كولوپه اړه د حکومت د عزم څرګندونه کوي۔










