حكومت د صنعتي څانګې حق كښې په ټيرف پالېسۍ بورډ كښې بشپړه هڅې كوي: خاص مرستيال هارون اختر خان

اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی)د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي چې حكومت او د صنعت او پیداوار وزارت د صنعتي څانګې په حق كښې ټيرف پالېسۍ بورډ كښې بشپړه هڅې كوي۔ دا خبره ده د ټرانسشن ټېكنو سي اي او عامر او د انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ استازو سره په موبائل فون ډيوائس پالېسۍ يو زوم ميټنګ كښې وكړه۔ زوم ميټنګ كښې په موبائل فون ډيوائس پالېسۍ٬ ټيرف …

اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی)د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي چې حكومت او د صنعت او پیداوار وزارت د صنعتي څانګې په حق كښې ټيرف پالېسۍ بورډ كښې بشپړه هڅې كوي۔ دا خبره ده د ټرانسشن ټېكنو سي اي او عامر او د انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ استازو سره په موبائل فون ډيوائس پالېسۍ يو زوم ميټنګ كښې وكړه۔ زوم ميټنګ كښې په موبائل فون ډيوائس پالېسۍ٬ ټيرف ډيوټي چېلنجونو٬موبائل فون برآمدات٬استعمال شوې ګاډو او د موبائل فونز بازار پشمول صنعت كښې په تكنيكي جدت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هارون اختر خان په دې خبره زور راوړو چې پاكستان كښې 38موبائل فون كمپنۍ 40 زره ملازمتونه وركړي كوم چې د موبائل فون د صنعت نړيوال برآمدات كښې صلاحيت څرګندوي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د هداياتو له مخې د حكومت وړومبۍ ترجيح د صنعتي څانګې وده٬ځايې صنعت ته مراعات وركول او برآمدات كښې اضافه كول دي۔ هارون اختر خان ووئيل كه چرې صنعت ټېكنالوجي اپګرېډېشن خپل كړي نو پاكستان په منطقه كښې مقابله كولې شي٬سرمايه كاري راوستل او برآمدات زياتول به د هېواد لپاره تر ټولو مهم سنګ ميل وي۔ ده باور وركړو چې حكومت او د صنعت او پېداوار وزارت د صنعتي څانګې حق كښې ټيرف پالېسۍ بورډ كښې بشپړه هڅې كوي۔

مزید خبریں