اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې زمونږ منطقه د سترو غورځنګونو ميراث او بې مثاله كلتور لري ٬ مونږ له د خپلو ښارونو منصوبه بندي د عصري غوښتنو له مخې كول دي ٬ تل پاتې پرمختګ او منصوبه بندۍ لپاره به د ټولنې هرې طبقې له خپل كردار لوبول وي۔ د جمعې په ورځ په کامسېټس يونيورسټۍ …
مونږ له د خپلو ښارونو منصوبه بندي د عصري غوښتنو له مخې كول دي: د ډاكټر طارق فضل چوهدري په کامسيټس يونيورسټۍ كښې كنفرنس ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې زمونږ منطقه د سترو غورځنګونو ميراث او بې مثاله كلتور لري ٬ مونږ له د خپلو ښارونو منصوبه بندي د عصري غوښتنو له مخې كول دي ٬ تل پاتې پرمختګ او منصوبه بندۍ لپاره به د ټولنې هرې طبقې له خپل كردار لوبول وي۔ د جمعې په ورځ په کامسېټس يونيورسټۍ كښی د رفاه انټرنيشنل کنفرنس پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د كنفرنس تابيا يو ښه هڅه ده٬ په دې كښې د ټولو پوهانو رائې به زمونږ د سباون په منصوبه بندۍ كښې لارښودنه كوي۔ ده د كنفرنس په مهال د پوهانو د تحقيق هركلي كولو سره ووئيل چې د دوي ترمېنځه بامعني مكالمه او په ګډه كار كول به زمونږ د لارښودنې سبب جوړ شي او دا كنفرنس به د سباون په منصوبه بندۍ كښې مرستيال وګرځي۔ ده زده كوٶنكي مخاطب كولو سره ووئيل زده كوٶنكي د هېواد سباون دي٬ مونږ خوشحاله يوو چې په دې وروستيو كښې د پاكستان كاميابۍ څخه نړۍ زمونږ ھغه څېره ولېده په كومه چې هر پاكستانے وياړ لري۔ ده ووئيل په نړۍ كښې پاكستانيانو نوم پېدا كړے او زه به دلته يوازې د ډاکټر عبدالقدير خان تذکره كوم چا چې د خپلو ځانګړو هلو ځلو او خوارۍ د لارې هېواد ته ھغه عزت وركړې چې په سبب ئې پاكستان په نړۍ كښې د يو عظيم هېواد په توګه پېژندلے شي۔










