د هندي ميډيا پاکستان څخه د 5 لكه 14 زره كسانو سعودي عرب ته د تخښتيدو د دروغو پروپيګنډه افشا شوه

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) پاکستان څخه سږ كال يو لك 80 زره حج كوونكو له د حج په مقدس سفر تلل دي خو هندي ميډيا دروغ وئيلو سره وئيلي چې پاكستان څخه 5 لكه 14 زره كسان سعودي عرب ته تخښتي۔ د زيارت په ورځ د حكومت وياند د هند دا د دروغو پروپېګنډه بې نقابه كولو سره دا موقف اختيار كړو چې د اسلام په اركان …

اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) پاکستان څخه سږ كال يو لك 80 زره حج كوونكو له د حج په مقدس سفر تلل دي خو هندي ميډيا دروغ وئيلو سره وئيلي چې پاكستان څخه 5 لكه 14 زره كسان سعودي عرب ته تخښتي۔ د زيارت په ورځ د حكومت وياند د هند دا د دروغو پروپېګنډه بې نقابه كولو سره دا موقف اختيار كړو چې د اسلام په اركان كښې حج پنځم ركن دے كوم چې لوي څښتن په استطاعت لرونكي، عاقل، بالغ، تندرست، مسلمان نارينه او زنانه په ژوند كښې يو ځل فرض كړے دے ٬ حج يو جامع عبادت دے او په دې كښې ډېر ژور ټولنيز او تمدني مصلحتونه پټ دي ٬ د سعودي عرب حکومت هر كال بېلا بېلو هېوادونو لپاره د حج كوٶنكو كوټه مقرر كوي او دا كوټه په ځائي توګه د مېشته مسلمانانو شمېرې له مخې مقرر كېږي٬ انډونيزيا د مسلمانانو د آبادي په لحاظ سره تر ټولو لوے هېواد دے دې لپاره په كال 2024 كښې د كال كوټه 2 لكه 81 زره مقرر شوې ٬ د پاکستان کوټه يو لك 80 زره٬ د هند د مسلمانانو كوټه يو لك 75 زره او د نائيجريا کوټه 95 زره مقرر شوې٬ سږ كال هم ګردې نړۍ څخه د حج كوٶنكو قافلې سعودي ته ځي۔ د سعودي چارواكو له مخې سږ كال به د پاكستان پشمول ګردې نړۍ څخه 25 لكه نه زيات حج كوٶنكي د حج فريضه ادا كوي٬ تر اوسه د لكهونو په شمېر حج كوونكي حجاز مقدس ته رسېدلې دي او اوس هم دا لړۍ روانه ده۔ خو افسوس صد افسوس چې د مودي په غېږ كښې ناستې هندي ميډيا د مسلمانانو دا مقدسه فريضه هم د خپلې دروغژنې پروپېګنډے د لارې د اغېزمنې كولو كمپائن پېل كړے دے٬ وياند ووئيل چې سږ كال هم پاكستان څخه كم و بېش يو لك 80 زره حج كوٶنكي حجاز مقدس ته ځي خو هندي ميډيا دا غلطه پروپېګنډا كوي چې د پاكستان څخه 5 لكه 14 زره كسان سعودي ته تخښتي۔

مزید خبریں