اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د چين په خاص انتظامي سيمه هانګ کانګ كښې د منځګړيتوب نړيوال تنظيم جوړيدو په كنونشن د لاسليك په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې د دستورې په مهال نائب وزيراعظم د پاكستان لخوا په كنونشن لاسليك كړے٬ په دې تاريخي موقع خپله وېنا كښې اسحق ډار …
نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار په هانګ کانګ كښې د منځګړيتوب نړيوال تنظيم جوړيدو په كنونشن د لاسليك په دستوره كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمعې په ورځ د چين په خاص انتظامي سيمه هانګ کانګ كښې د منځګړيتوب نړيوال تنظيم جوړيدو په كنونشن د لاسليك په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې د دستورې په مهال نائب وزيراعظم د پاكستان لخوا په كنونشن لاسليك كړے٬ په دې تاريخي موقع خپله وېنا كښې اسحق ډار ثالثۍ لپاره د نړيوال تنظيم تجويز او د دې د جوړولو چينائي وژن په غوره ټكو وستائلو۔ نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د شخړو سوله ايز حل لپاره د پاكستان د قوي عزم پخلې وكړو۔ ده د هند لخوا د نړيوال قوانينو په جار خلاف ورزي٬ د پاكستان په ضد د هند جارحيت٬ سندھ طاس لوظنامې څخه سرغړونه او د نه حل كېدونكې جمو و كشمير شخړې اثرات رامخې ته كړل۔










