د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د راولپنډی اسلام آباد سپورټس جرنلسټس ایسوسی ایشن نوې عهديدارانو له مباركي

اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د راولپنډی اسلام آباد سپورټس جرنلسټس ایسوسی ایشن (رسجا) نوې عهديدارانو له مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د مباركۍ په خپل پېغام كښې ده فېصل ساهی ته په صدر، عارف خان ته په عمومي سېكرټري ، حسنېن لیاقت ته په فنانس سېکرټری ٬ شفیق راجه ته په سینئر نائب صدر، نوید کھوکھر …

اسلام آباد۔30 مئی(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان د راولپنډی اسلام آباد سپورټس جرنلسټس ایسوسی ایشن (رسجا) نوې عهديدارانو له مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د مباركۍ په خپل پېغام كښې ده فېصل ساهی ته په صدر، عارف خان ته په عمومي سېكرټري ، حسنېن لیاقت ته په فنانس سېکرټری ٬ شفیق راجه ته په سینئر نائب صدر، نوید کھوکھر ته په نائب صدر او امبرین علی ته مېرمنو لپاره په نائب صدر ټاكل كېدو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې رسجا به خپل صحافتي كردار سره په ټولنه كښې مثبت فعاليتونو ته وده وركول دوامدار ساتي۔ ده ووئيل سپورټس او سپورټس جرنلزم زمونږ د ټولنې مهم اړخونه دي۔ عمر ایوب خان د رسجا نوې ټاكلې شوې باډي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں