دوشنبے۔30مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دوه ورځنۍ دورې له بشپړولو څخه وروستو د تاجکستان پلازمينې دوشنبې څخه خپله هېواد ته راستون شو۔ د دوشنبے په هوائي ډګر تاجك نائب وزيراعظم حكيم خليق زاده وزيراعظم ته په مخه ښه ووې۔ وفاقی وزیر عطا تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دے۔ د دوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم په تاجكستان كښې تاجك صدر امام علي رحمان سره …
وزيراعظم شهباز شريف دوشنبې څخه هيواد ته راستون شو

مزید خبریں
دوشنبے۔30مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دوه ورځنۍ دورې له بشپړولو څخه وروستو د تاجکستان پلازمينې دوشنبې څخه خپله هېواد ته راستون شو۔ د دوشنبے په هوائي ډګر تاجك نائب وزيراعظم حكيم خليق زاده وزيراعظم ته په مخه ښه ووې۔ وفاقی وزیر عطا تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دے۔ د دوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم په تاجكستان كښې تاجك صدر امام علي رحمان سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې وزيراعظم تاجك صدر سره د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې حوالې سره خبرې وكړې۔ په دې موقعه وزيراعظم په سوئيلي آسيا كښې د پاكستان او هند ترمينځه په دې ورستيو كښې د تاؤ تريخوالي په مهال د تاجكستان لخوا د پاكستان په بشپړه ملاتړ كولو د تاجك صدر مننه هم وكړه۔ وزیر اعظم شهباز شریف په دې دوره كښې د ګلېشیرز په تحفظ په دوشنبه كښې شوي نړيوال كنفرنس كښې ګډون وكړو په كوم كښې چې وزيراعظم ګډون كوونكي د ماحولياتي بدلونونو په پاكستان د اغېز ٬ دې څخه د تحفظ او د ګليشير تحفظ لپاره د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي عزم په اړه خبر كړل










