د پاكستان سلامتيا او خپلواكي يو مضبوط معيشت ٬ عصري ټيكنالوجۍ او قامي يووالي سره تړلې ده: احسن اقبال

اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان سلامتيا او خپلواكي يو مضبوط معيشت ٬ عصري ټيكنالوجۍ او قامي يووالي سره تړلې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد هائي كورټ بار اېسوسي اېشن لخوا د يوم تكبير په موقعه تابيا كړې شوې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې نوموړو …

اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې د پاكستان سلامتيا او خپلواكي يو مضبوط معيشت ٬ عصري ټيكنالوجۍ او قامي يووالي سره تړلې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد هائي كورټ بار اېسوسي اېشن لخوا د يوم تكبير په موقعه تابيا كړې شوې يوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې نوموړو قانوني شخصياتو او وكيلانو ګډون وكړو۔ احسن اقبال ووئيل یوم تکبیر يوازې د اتومي قوت د څرګندولو ورځ نه ده بلكې دا د قومي خوددارۍ ٬ حوصلې او اجتماعي عزم علامت دے۔ ده د هندوستان لخوا په مئي 1998 كښې د اتومي تجربو او د پاكستان لخوا د هغې په ځواب كښې 6 كاميابې تجربې يادولو سره پخواني وزيراعظم ذوالفقار علی بھټو، ډاکټر عبدالقدیر خان او پخواني وزيراعظم نواز شريف ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د اوسني هندي جارحيت ذكر كولو سره ووئيل د پاكستان هوائي پوځ په 7 او 10 مئي 6 هندي الوتكې نسكورې كړې په كومو كښې چې درې رافيل هم شاملې وې۔ وفاقی وزیر ووئيل يوم تكبير مونږ ته دا يادوي چې كله هم قام متحد وي نو كوم طاقت ورته ماتې وركولې نه شي۔ ده ووئيل اوس وخت راغلے دے چې مونږ د دفاع جذبه پرمختګ ٬ تعليم او د معيشت مېدان ته منتقل كړؤ۔

مزید خبریں