لاهور 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د پنجاب اسمبلۍ غړو انعام لاليکا، چوهدري اوېس، د پيپلز پارټۍ لارښود نوازش علي پيرزاده، مياں عامر، د او جي ډي سي اېل د اتحاد ملازمانو صدر زاهد بھټو او مائره هاشمي پشمول پلاوي د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال د هېواد په بېلا بېلو سياسي او سماجي مسئلو د …
صدر مملكت اصف علي زرداري سره د پنجاب اسمبلۍ پلاوي وليدل

مزید خبریں
لاهور 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د پنجاب اسمبلۍ غړو انعام لاليکا، چوهدري اوېس، د پيپلز پارټۍ لارښود نوازش علي پيرزاده، مياں عامر، د او جي ډي سي اېل د اتحاد ملازمانو صدر زاهد بھټو او مائره هاشمي پشمول پلاوي د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال د هېواد په بېلا بېلو سياسي او سماجي مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان پرمختګ او استحكام لپاره ضروري ده چې ټولې څانګې او سياسي و سماجي طاقتونه په ګډه كار وكړي٬ بايد زمونږ د ټولو مقصد د اولس خدمت او د هېواد بهتري وي۔ ده ووئيل د کارکنانو د حقونو تحفظ او ځوانان بااختياره جوړولو لپاره كوټلې لائحه خپلول ضروري دي۔










