لاهور 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د جمهوريت دوام او د ادارو استحکام لپاره شريكې همغږۍ ته وده وركول ضروري دي٬ د اولس د مسئلو د اوږدې مودې حل لپاره به ټولو طبقو سره په مشاورت او مرسته مخ په وړاندې تلل وي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې د سوئيلي پنجاب د پيپلز پارټۍ مشرانو …
د جمهوريت دوام او د ادارو استحکام لپاره شريكې همغږۍ ته وده وركول ضروري دي: صدر آصف علي زرداري

مزید خبریں
لاهور 29 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د جمهوريت دوام او د ادارو استحکام لپاره شريكې همغږۍ ته وده وركول ضروري دي٬ د اولس د مسئلو د اوږدې مودې حل لپاره به ټولو طبقو سره په مشاورت او مرسته مخ په وړاندې تلل وي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ په ګورنر هاٶس لاهور كښې د سوئيلي پنجاب د پيپلز پارټۍ مشرانو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر، د سوئيلي پنجاب د پيپلز پارټۍ مشران چوهدري ذکا اشرف، ممتاز علي چانګ، مخدوم شهاب الدين او د قامي اسمبلۍ غړې مخدوم طاهر هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال سوئيلي پنجاب كښې رامخې ته د اوږدې مودې د مسئلو او د نورو چارو په اړه صدر مملکت خبر كړې شو۔ صدر آصف علي زرداري د جمهوري اقدارو په استحکام كښې د ټولو سياسي قوتونو د كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې زلمے كول زمونږ سرمايه ده٬ د دوي تعليم٬ تربيې او شراكت سره د خوشحال پاكستان بنيادي اېښودې شي، د وفاق په كچه ټٶلو صوبو سره په ګډه كار كول٬ صوبو سره مرستې ته وده وركول او د وګړو خېرښګړه باوري كول د هېواد د مفادو تقاضا ده۔ پلاوي صدر مملکت د فېصل آباد، ګجرات او حافظ آباد پشمول د مېنځني پنجاب د نورو ضلعو اولس ته د رامخې ته مسئلو نه خبرو كړو او د ځوانانو صلاحيتونه په قامي چوكات كښې د شاملولو په اړه يۍ تجويزونه وړاندې كړل۔ صدر مملکت ووئيل د هېواد په ټولو منطقو كښې مساوي پرمختګ٬ قامي يووالې او د جمهوري ادارو مضبوطيا وړومبني ترجيحات دي۔










