اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي پمز روغتون ته لاړو او دغلته يۍ د ډاكوانو په ډزو د ژوبل شوي پوليس كانسټېبل جفعر جهانګير تپوس پوښتنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير د ژوبل شوي کانسټېبل جعفر جهانګیر د لوړې حوصلې ستائنه وكړه۔ داخله وزير په دې موقعه کانسټېبل جعفر لپاره د غوره درملنو هدايات جاري …
داخله وزير محسن نقوي په پمز روغتون كښې د ژوبل شوي پوليس كانسټيبل جعفر جهانګيري تپوس پوښتنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي پمز روغتون ته لاړو او دغلته يۍ د ډاكوانو په ډزو د ژوبل شوي پوليس كانسټېبل جفعر جهانګير تپوس پوښتنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير د ژوبل شوي کانسټېبل جعفر جهانګیر د لوړې حوصلې ستائنه وكړه۔ داخله وزير په دې موقعه کانسټېبل جعفر لپاره د غوره درملنو هدايات جاري كړل۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ ټول تاسو سره يوو او ستاسو زر روغتيا له لاس په دعا يوو۔ داخله وزير ووئيل د اسلام آباد پوليس فرزندانو په مړانه د ډاكوانو مقابله وكړه۔ ده ووئيل د ډاكوانو په ډزو د شهيد اے اېس آئي سدھېر احمد عباسي قربانۍ ته سلامي وړاندې كوو۔ ده ووئيل د شهيد د كورنۍ به هر قسم خيال ساتلے شي۔ د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري ٬ آئی جی اسلام آباد پولیس علی ناصر رضوی، چیف کمشنر اسلام آباد اېم علی رندھاوا، ډپټی کمشنر اسلام آباد عرفان نواز مېمن او اعلی پولیس افسران هم په دې موقعه موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره شپه د ډاكوانو په ډزو اے اېس آئی سدھیر عباسی شهید اور کانسټېبل جعفر جهانګیر ژوبل شوے ؤ۔










