دوشبنے۔29 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په دوه ورځنۍ دوره د تاجكستان پلازمينې دوشنبې ته ورسېد۔ د دوشنبې په هوائي مېدان تاجک وزیراعظم قاهر رسول زادہ، تاجک نائب وزیر خارجه شریف زادہ فرخ حمدین، په پاکستان كښې د تاجکستان سفیر یوسف شریف زادہ او په تاجکستان كښې د پاکستان سفیر سعید سرور وزيراعظم ته هركلے ووے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي …
وزيراعظم په دوه ورځنۍ دوره د تاجسكتان پلازمينه دوشنبې ته ورسيد

مزید خبریں
دوشبنے۔29 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په دوه ورځنۍ دوره د تاجكستان پلازمينې دوشنبې ته ورسېد۔ د دوشنبې په هوائي مېدان تاجک وزیراعظم قاهر رسول زادہ، تاجک نائب وزیر خارجه شریف زادہ فرخ حمدین، په پاکستان كښې د تاجکستان سفیر یوسف شریف زادہ او په تاجکستان كښې د پاکستان سفیر سعید سرور وزيراعظم ته هركلے ووے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې دورې په مهال د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دے۔ د دوه ورځنۍ دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف تاجك صدر امام علي رحمان سره دوه اړخيزه ملاقات كوي په كوم كښې به چې وزيراعظم تاجك صدر سره د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په بېلو څانګو كښې د همكارۍ په اړه خبرې كوي او په سوئيلي آسيا كښې د هند او پاكستان ترمينځه د تاؤ تريخوالي په مهال د تاجكستان لخوا د پاكستان په بشپړ ملاتړ كولو به د تاجك صدر مننه كوي۔ وزیراعظم به د دې دورې په مهال د ګليشيرز په تحفظ دوشنبه كښې كېدونكې د اعلی كچې په نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي په كوم كښې به چې هغه ګډون كوونكي په پاكستان د ماحولياتي بدلون اثراتو او ماحولياتي بدلون څخه د ګليشيئز تحفظ له د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي عزم په اړه خبروي










