د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ټائلز انډسټري پرمختګ لپاره د كميټۍ غونډه

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ټائلز انډسټري پرمختګ لپاره د جوړې شوې كمېټۍ دوېمه غونډه وشوه چې پكښې ټائلز انډسټري او انجينئرنګ ډيوېلپمنټ بورډ لخوا د وړاندې كړې شوې پېشرفت د رپورټس تفصيلي جاج واخستے شو۔ هارون اختر خان په دې موقع د ټائلز صنعت ته د مراعاتو د وركولو په ضرورت زور …

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صنعت او پيداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ټائلز انډسټري پرمختګ لپاره د جوړې شوې كمېټۍ دوېمه غونډه وشوه چې پكښې ټائلز انډسټري او انجينئرنګ ډيوېلپمنټ بورډ لخوا د وړاندې كړې شوې پېشرفت د رپورټس تفصيلي جاج واخستے شو۔ هارون اختر خان په دې موقع د ټائلز صنعت ته د مراعاتو د وركولو په ضرورت زور رواړو دغسې چې د دې پرمختګ او پائيدارۍ ته وده وركړې شي۔ ده د وزيراعظم د ھغه وژن ذكر وكړو چې برامدات دې زيات كړې شي او په درآمداتو دې انحصار كم كړې شي٬ زمونږ صنعتونه بندېږي مونږ له به دا بچ كول وي او د پرمختګ په لاره به روانول وي۔ کميټي ټائلز انډسټرۍ ته د پېښو مسئلو حل لپاره د هلو ځلو جاري ساتلو او د داسې پاليسو ملاتړ كولو ته سلا شو چې ورسره په نړيواله كچه د دې مسابقت زيات كړي

مزید خبریں