اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو امن پوځ ډلې نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتلو له د ګردې نړۍ په يو شمير برخو كښې عزم او حوصلې سره خذمات ترسره كوي٬ پاكستان د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځې په موقع د ملګرو ملتونو د امن ډلو عزم ٬ حوصلې او خذمات تسليمولو لپاره نړيوالې …
د ملګرو ملتونو د امن پوځ ډلې نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتلو له د ګردې نړۍ په يو شمير برخو كښې عزم او حوصلې سره خذمات ترسره كوي : د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔29 مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو امن پوځ ډلې نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتلو له د ګردې نړۍ په يو شمير برخو كښې عزم او حوصلې سره خذمات ترسره كوي٬ پاكستان د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځې په موقع د ملګرو ملتونو د امن ډلو عزم ٬ حوصلې او خذمات تسليمولو لپاره نړيوالې ورورولۍ سره دے۔ نائب وزیراعظم او وزیر خارجه د دې خيالاتو څرګندونه د امن ډلو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل دا ورځ د ملګرو ملتونو په امن پوځ كښی د شامل لويې شمېر اهلكارو د ځانونو قربانيو ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كولو يادګيرنه ده په كومو كښې چې د پاكستان 181 مېړني پوځي اهلكار هم شامل دي۔ ده ووئيل په امن پوځ كښې د پاكستان دوه لکه 35 زره څخه زيات پاكستانيانو سړو او مېرمنو د نړۍ په بېلو برخو كښې خپل خذمات ترسره كړي او كوي۔ نائب وزیراعظم ووئيل په منطقه كښی اوسنې پېشرفت د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې عادلانه حل سره سره د یو اېن اېم او جی آئی پی د موجودګۍ او کردار لا مضبوطولو ضرورت لا قوي كوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان او جمهوريه كوريا په 15 – 16 اپرېل په اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي تيارۍ درېمې غونډې د ”محفوظ او زیات فعاله امن په ځاې كولو پلو: د ټېکنالوجی استعمال او بشپړ نقطه نظر “ سرخط لاندې په ګډه كوربتوب وكړو۔ د غونډې نتيجې د دې مقصد ترلاسه كولو په اقداماتو كښې مرستيالې ثابت شوي دي۔ ده ووئيل پاكستان د يوې سولييزې ٬ مستحكمې او سوكاله نړۍ لپاره د ملګرو ملتونو امن مشن له خپل مضبوط عزم په ځايې ساتي










