اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو امن مشنز لا مضبوطولو هڅو كښې د پاكستان لخوا د عزم او ملاتړ پخلي كولو سره وئيلي دي چې په سوئيلي آسيا كښې روانې وضعې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې عادلنه حل باوري كولو او په پاكستان او هند كښې د ملګرو ملتونو د ملټری آبزرور …
د وزيراعظم د امن مشنز لا مضبوطولو هڅو كښې د پاكستان لخوا د عزم او ملاتړ پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو امن مشنز لا مضبوطولو هڅو كښې د پاكستان لخوا د عزم او ملاتړ پخلي كولو سره وئيلي دي چې په سوئيلي آسيا كښې روانې وضعې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې عادلنه حل باوري كولو او په پاكستان او هند كښې د ملګرو ملتونو د ملټری آبزرور ګروپ کردار او شتون ضرورت په ډاګه كړې دې۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل نن مونږ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيواله ورځ لمانځؤ۔ دا ورځ نه يوازې د ملګرو ملتونو د امن ډلو لخوا نړيوال امن او سلامتيا ترلاسه كولو له د وركړې شوې بلها قربانيو يوه يادګيرنه ده بلكې سولييزې ٬ مستحكمې او سوكاله نړۍ لپاره د امن ډلو د مهم كردار اعتراف هم دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د امن مشن په 7 ليسزه محيط تاريخ كښې 2 لکه 35 زره څخه زياتو پاكستاني امن ډلو په ګرده نړۍ كښې د ملګرو ملتونو په 48 امن مشنز كښې ځانګړي خذمات ترسره كړې دي۔ 181 امن عسكرو نړيوال امن او سلامتيا باوري كولو له د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ وزیر اعظم ووئيل پاکستان جمهوریه كوريا سره په ګډه په 15 ۔ 16 اپرېل 2025 په اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې كوربتوب وكړو۔ د غونډې سرخط ” يو خوندي او زيات فعاله امن پلو : د ټېكنالوجي استعمال او بشپړ نقطه نظر ” ؤ۔ وزيراعظم ووئيل په سوئيلي آسيا كښې روانې وضعې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې عادلنه حل باوري كولو او په پاكستان او هند كښې د ملګرو ملتونو د ملټری آبزرور ګروپ کردار او شتون ضرورت په ډاګه كړې دې۔ ده وئيل د يو عسكري مرستې كوؤنكي هېواد د او ملګرو ملتونو د غېر مستق غړي په حېث زه نن د ملګرو ملتونو د امن مشنز لا مضبوطولو له په ټولو هڅو كښې د پاكستان د عزم او ملاتړ پخلے كوم۔










