وزیر اعظم شهباز شریف د هېواد دفاع ناقابل تسخيز جوړولو په اړه مشرانو، سائنسمدارو، انجنیرانو او وسله والو ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د یوم تکبیر په مناسبت ټول قوم سره یوځائی پخوانو وزیر اعظمانو، سائنسمدارو ، انجنیرانو او وسله والو ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې چا چې د هېواد دفاع ناقابل تسخيز جوړه كړي ۔ د شورو په ورځ سوشل ميډيا ایکس (X) په خپل پوسټ کښې وزیر اعظم ووئيل چې کله قوم یوم تکبیر لمانځي، مونږ د الله تعالی …

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د یوم تکبیر په مناسبت ټول قوم سره یوځائی پخوانو وزیر اعظمانو، سائنسمدارو ، انجنیرانو او وسله والو ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې چا چې د هېواد دفاع ناقابل تسخيز جوړه كړي ۔ د شورو په ورځ سوشل ميډيا ایکس (X) په خپل پوسټ کښې وزیر اعظم ووئيل چې کله قوم یوم تکبیر لمانځي، مونږ د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو شکر ادا کوو٬ الله تعالی مونږ ته اوسنيو كښې د هندي جارحيت په مقابله كښې لويه كاميابي راكړي ۔ ده ووئيل چې هغه وخت وزیراعظم نواز شریف د څو قوي هېوادونو د سخت مخالفت سره سره، په 1998 كښې د مړاني پريكړي سره د پاکستان دفاع ناقابل تسخيز جوړه كړي ٬ دغسې د دې تاریخي پرېکړې د لارې پاکستان د اتومي طاقت حیثیت ترلاسه کړو۔ ده ووئيل چې زه د قوم سره یوځای د شهید ذوالفقار علي بهټو ته ښه پوهيي ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ مونږ خپلو سائنسمدارو او انجنیرانو ته هم پيرزوئنې وړاندې كوو چا چې د ټول قوم وژن او هيلي په حقیقت كښې بدلې کړې۔ وزیر اعظم زیاته کړه چې د د ټولو بهرنیو او داخلي خطرونو په ضد د قوم د پولو د دفاع په غير متزلزل عزم د خپلو وسله والو ځواکونو ستائنه كوم ۔ وزیر اعظم ووئیل چې د یووالي او عزم هم دغه جذبي سره مونږ پاکستان د يو قوي معاشي طاقت جوړولو لوظ كوو۔

مزید خبریں