د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ایران د کورنیو چارو وزیر سره ملاقات، د اربعین او محرم الحرام په مهال د زیارت کوونکو لپاره د پولې 24 ساعته پرانیستلو پرېکړه

تهران 28 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تهران کښې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني سره مهم ملاقات وكړو چې په کښې څو سترې پرېکړې وشوې په ملاقات كښې د پاکستان او ایران ترمنځه د زیارت کوونکو لپاره 24 ساعته پوله پرانیستې ساتلې شي، چې له مخې به یې د اربعین او محرم الحرام په مهال د پاکستان او ایران پوله …

تهران 28 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په تهران کښې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني سره مهم ملاقات وكړو چې په کښې څو سترې پرېکړې وشوې په ملاقات كښې د پاکستان او ایران ترمنځه د زیارت کوونکو لپاره 24 ساعته پوله پرانیستې ساتلې شي، چې له مخې به یې د اربعین او محرم الحرام په مهال د پاکستان او ایران پوله د زیارت کوونکو لپاره 24/7 پرانیستې وي۔د ایران د کورنیو چارو وزیر ووئیل چې 5 زره پاکستانو زیارت کوونکو ته به ایران حکومت په مشهد کښې د استوګنې او خوراك اسانۍ وركوي او د ایران حکومت به د زیارت کوونکو لپاره د پولې څخه تر عراق پورې ځانګړي انتظامات وکړي۔ په دې ملاقات کښې د زیارت کوونکو د اسانيو او د ستونزو د زر حل لپاره د هټ لاین (Hotline) جوړولو پرېکړه هم وشوه۔ د اربعین څخه وړاندې په مشهد کښې د پاکستانو زیارت کوونکو په اړه د پاکستان، ایران او عراق د کورنیو چارو وزارتونو د درې اړخیز کنفرانس جوړولو پرېکړه هم وشوه٬ په دې ملاقات کښې د زیارت کوونکو د امنیت لپاره د ړوازونو شمیر زیاتولو ته سلا راغله او د دې عمل درآمد لپاره به زر یو پلان جوړ شي۔ په ملاقات کښې د سمندري لارې ایران او عراق ته د زیارت کوونکو د لېږلو په موضوع هم خبرې وشوې۔

مزید خبریں