لاچین 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان، ترکیه او آذربایجان د اعليٰ اقدارو ، امن او انصاف لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ درې اړخیزه غونډه مونږ ته د یووالي سره سره مخ په وړاندې تګ موقع راكوي ۔مونږ د امن خواهش لرو او هند سره ټولې شخړې د خبرو اترو د لارې حل کول غواړو٬ هند به چري هم د پاکستان اوبو …
پاکستان، ترکیه او آذربایجان د اعليٰ اقدارو ، سولې او انصاف لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي٬ هند به چري هم د د پاکستان اوبو په درولو كښې كامياب نشي۔وزيراعظم محمد شهباز شریف د درې اړخیزې غونډې ته وینا

مزید خبریں
لاچین 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان، ترکیه او آذربایجان د اعليٰ اقدارو ، امن او انصاف لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ درې اړخیزه غونډه مونږ ته د یووالي سره سره مخ په وړاندې تګ موقع راكوي ۔مونږ د امن خواهش لرو او هند سره ټولې شخړې د خبرو اترو د لارې حل کول غواړو٬ هند به چري هم د پاکستان اوبو په درولو كښې كامياب نشي ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ ورځ د پاکستان، ترکیې او آذربایجان درې اړخیزې غونډې ته په وینا كښې وکړې.وزيراعظم ووئيل “زه د آذربایجان صدر الهام عليوف او اولس ته ته د آزادۍ د ورځې مبارکي وركوم۔ د آذربایجان قوم بشپړه هڅو سره په نړۍ كښې یو ځانګړی مقام ترلاسه کړی دی.” ده ووئيل چې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان ته د پي كے كے (PKK) ستونزې په ښه ډول په حل کولو مبارکي وركوم ۔ دا یوه لویه ډیپلومټك كاميابي ده، چې نه یوازې په سیمه كښې بلكه د سیمې بهر هم د ترکیې اقر او رسوخ زيات شوې ۔وزيراعظم ووئيل: “زه د آذربایجان صدر الهام عليوف په تود هركلي او مېلمستيا د هغه مننه کوم۔ نننۍ غونډه د دریو ریښتینو ملګرو هېوادونو د اخلاص څرګندونه ده ۔ زمونږ زړونه خوشحاله دي ۔ تېر کال د مئي په میاشت كښې په استانا كښې درې اړخیزه غونډه وشوه چې په كښې د شريكو ګټو په ټولو څانګو كښې ګټورې خبرې اترې وشوې٬ نن مونږ د دې عزم پخلے كوو چې دا درې اړخیزه ملګرتیا به لا قوي كولې شي۔وزيراعظم ووئيل: “پاکستان، آذربایجان او ترکیه په خپلو كښې تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکي لري او د څو كلونو راهسې شريك اقدار لري او د يو بل سره مرسته كوي ۔وزيراعظم ووئيلمونږ د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ یو، که هغه د كاراباغ، کشمیر او شمالي ترکیې قبرس ستونزه وي٬ زموږ یووالی او شريك درناوی زمونږ طاقت دې۔دا قدرتي خبره ده ځکه چې زموږ خلك یې بشپړ ملاتړ کوي او دا د ترکیې او آذربایجان لپاره له مینې څرګندونه ه ژوزيراعظم ووئيلپه دې وروستیو كښې د پاکستان او هند ترمنځه د تاړ ترېښوالي په مهال هند د نامتو پهلګام پېښې په اړه د پاکستان په ضد هېڅ ډول شواهد وړاندې نه كړل، بلكه زموږ د بې پرې او شفافو تحقیقاتو وړاندیز یې هم رد کړو۔ وزيراعظم ووئيل نړۍ د ګڼو چيلنجونو سره مخ ده، لکه وسله والې شخړې، موسمي بدلونونه، ناروغۍ او اقتصادي بحران٬ په دې تناظر كښې دا درې مثالي هېوادونه دلته راجع شوي۔ مونږ د همدردۍ هیله لرو او شخړې رد کوو۔ مونږ هیله لرو چې د صبر او هوښیارتیا سره به امن او سوکالي راشي۔ وزيراعظم شهباز شریف ووئيل غير منوقع او غير مستحكم نړۍ كښې د سیاسي استحكام تعمير، د همغږۍ وده او ټیکنالوجۍ نوې حقيقتونه پيدا كوي ۔ په اوسني صورتحال كښې دوه وروڼه هېوادونه، ترکیه او آذربایجان زمونږ سره ولاړ دي چې دا د خوشحالۍ خبره ده ۔مونږ په دوی باور كوو ٬ د یووالي، امن ، انصاف او اخلاقو لپاره زموږ دروازې تل خلاصې دي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ ازمائيلي شوي اړیكې به نه یوازې زموږ د خپلو خلکو بلكه د سیمې او د سیمې بهر د امن او سوکالۍ لپاره ګټورې وي۔ وزيراعظم ووئيلدا درې اړخیزه غونډه زمونږ ټولو لپاره ډېره مهمه ده۔ وزيراعظم ووئيل وروستيو كښې پاك -هند شخړه سمګين وه، هند د پاکستان په ضد جارحيت كړې او په پاکستان یې برید وکړو٬ د ترکیې صدر رجب طیب اردوان او د آذربایجان صدر الهام عليوف د پاکستاني وګړو سره د بشپړه یووالی او غير متزلزل حمايت كړو كوم چې د ستائنې وړ دې او په دې زه، د پاکستان حکومت او پاکستاني وګړو د اړخه مننه کوم ۔مونږ به تل د دې دواړو هېوادونو مننه كوو ۔وزيراعظم ووئيل فیلډ مارشال سید عاصم منیر وسله والو ځواکونو مشري كړي ٬ وزيراعظم په زړورتیا سره مقابله وکړه٬ ټول پاکستاني قوم د وسله والو ځواکونو سره ولاړ وو ۔ د لوے څښتن په فضل د پاکستان وګړو او ملګرو هېوادونو په ملاتړ مونږ كاميابي ترلاسه كړي ۔وزيراعظم ووئيل مونږ په سیمه كښې امن غواړو او تل به د امن غوښتونکي يو ٬ د دې لپاره خبرې اترې ضروري دي او هغه شخړې كومي چې سمدستي پاملرنې ته اړتیا لري، لکه شخړيز کشمیر د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د پریکړه او کشمیریانو د هیلو ترمخه حل ، او د اوبو ستونزه د بده مرغه هند د سند طاس لوظنامه د وسلې په توګه کارول پیل کړي دي. دا د پاکستاني خلکو لپاره د ژوند مسئله ده۔24 كروړه وګړي دا اوبه د كركيلي او نورو مقصدونو لپاره کاروي۔ دا د افسوس مقام دے چې هند زمونږ په سیندونو كښې بهیدونكې اوبه د بندولو دهړكے راكوي ۔دا هېڅ کله ممکن نه ده او نه به وي۔ مونږ د دې لپاره اقدامات کوو چې هند هېڅ کله دا کار ونه كړي ۔وزيراعظم ووئيلکه هند په مخلصانه توګه د ترهه ګرۍ په ضد خبرې کول غواړي، نو پاکستان د هند سره په دې اړه د خبرو اترو لپاره هم چمتو دی۔پاكستان په نړۍ كښې د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد دے۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 90 زره پاکستانیان شهیدان شوي دي۔ د 150 ميلونه ډالره اقتصادي زیان شوي ۔ د دې لعنت ختمولو لپاره له دې څخه لوئ كوم مثال نشته ۔پاکستان د هند سره د تجارت ته ودي پشمول ضروري مسئلو د خبرو اترو لپاره چمتو دی۔










