لاهور 28 مئي (اے پي پي) د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك ووئيل نن مونږ باید د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان په سلامتیا او خپلواکۍ به هېڅ سمجهوته نه كوو ۔ ده د تکبیر ورځ په مناسبت سره د لاهور په بوګیوال روډ، موسی پلس کښې غونډې ته وینا کوله۔ پارلماني سکرټري ملك وحید، د ګوند کارکوونکي او ګڼ شمير نور كسان په دې دستوره كښې …
د تکبیر په ورځ به مونږ له د دې عزم لوظ كول وي چې د پاکستان په سلامتیا او خپلواکۍ به هېڅ سمجهوته نه شو كولې۔علي پرویز ملک

مزید خبریں
لاهور 28 مئي (اے پي پي) د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملك ووئيل نن مونږ باید د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان په سلامتیا او خپلواکۍ به هېڅ سمجهوته نه كوو ۔ ده د تکبیر ورځ په مناسبت سره د لاهور په بوګیوال روډ، موسی پلس کښې غونډې ته وینا کوله۔ پارلماني سکرټري ملك وحید، د ګوند کارکوونکي او ګڼ شمير نور كسان په دې دستوره كښې موجود وزو ۔علي پرویز ملك ووئيل چې که مونږ په سیمه کښې با عزته او خپلواکه ژوند کول غواړو، نو باید اقتصادي کمزورۍ ختمي كړو ۔نواز شریف د 1998 كښې د مئي په 28مه نيټه اتومي چاودنې وکړې او د پاکستان دفاع یې ناقابل تسخير كړه ۔ د دښمنانو سره په روائيت وسلو كښې توازن هم ضروري دے، ځکه چې هغوي په سیمه کښې بد امني خپرول غواړي ۔علي پرویز ملك ووئيل چې وزیراعظم شهباز شریف مشكل لاره خپلولو سره پاکستان یې معاشي توګه قوي كړې ۔د پهلګام پېښې نه پس وزیراعظم شهباز شریف د ترهه ګرۍ غندنه كولو سره ووئيل چې كه ترهه ګري په کشمیر کښې وي او که په بلوچستان کښې، په بے ګناه وګړو بریدونه د منلو دي ۔ ده ووئيل چې پاکستان د هند سره د مرستي خواهش څرګند كړو او د بے پرې تحقیقاتو غوښتنه یې وكړه ۔وزیراعظم شهباز شریف د یو ذمه وار اتومي مشر په توګه د بشپړې مرستي باور وكړو دغسې چې اصلي مجرمانو ته ورسي ۔علي پرویز ملك ووئیل چې فیلډ مارشال عاصم منیر او وزیراعظم شهباز شریف واضح پیغام ورکړ چې د پاکستان له خوا ځواب به د خښتو نه بلکه د تیږو په صورت كښې وي۔










