اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي چې د تكبير ورځ د پاكستان د خپلواكۍ، سلامتيا او قومي وقار نښه ده، او د تكبير ورځ مونږ ته د یووالي، قربانۍ او خود اعتمادۍ درس راكوي۔ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د تكبير ورځ په مناسبت خپل پیغام كښې ووئيل چې د تكبير ورځ د پاكستان د خپلواكۍ، سلامتيا او قومي …
د تكبير ورځ مونږ ته د یووالي، قربانۍ او خود اعتمادۍ درس راكوي۔ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان

مزید خبریں
اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي چې د تكبير ورځ د پاكستان د خپلواكۍ، سلامتيا او قومي وقار نښه ده، او د تكبير ورځ مونږ ته د یووالي، قربانۍ او خود اعتمادۍ درس راكوي۔ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د تكبير ورځ په مناسبت خپل پیغام كښې ووئيل چې د تكبير ورځ د پاكستان د خپلواكۍ، سلامتيا او قومي وقار نښه ده۔ ده ووئيل چې اتومي طاقت ترلاسه كولونه پس اوس زمونږ هدف اقتصادي خپلواكي ده۔ د تجارت وزیر ووئيل چې قوم د 1998 د مئي په 28مي نيټي نه پس د ناقابل تسخيز دفاع بنياد اېښودلې دې۔ده ووئيل چې مونږ د پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف، شهید ذوالفقار علي بوټو او ډاكټر عبدالقدیر خان خدمتونو ته پيرزوئنې وړاندې كوو ۔جام كمال خان ووئيل چې د چاغي غرونو څخه راپورته شوې د “الله اكبر” غږ نن هم ژوندی دی۔ ده ووئيل چې د تكبير ورځ مونږ ته د یووالي، قربانۍ او خود اعتمادۍ درس راكوي۔ جام كمال خان ووئيل چې مونږ باید اوس په اقتصادي ميدان كښې هم دغسې عزم او همت ښكاره كړو۔پاكستان به د تجارت ، ټیكنالوجۍ او پرمختګ په سفر كښې نوي بابونه ولیكي، او د تكبير ورځ یوازې د تېر یادونه نه ده، بلكه د یو روښانه سباؤن د عهد ورځ ده۔










