اسلام آباد 27مئی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي د معيشت ډيجيټلائزېشن د پاكستان اقتصادي سباؤن بنيادي ستن ده٬د ډيجيټل ادائيګو څخه به مالي سپيځلتيا٬شموليت او كاركردګۍ ته ودې وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ده دا خبره د نهې په ورځ هېواد ډيجيټل كولو او په لږو نغدو اډانه معيشت پلو بوتللو لپاره د بېلا بېل وړواندېزونو په اړه راجوړې كړې غونډې ته خپله …
د معيشت ډيجيټلائزېشن د پاكستان اقتصادي سباؤن بنيادي ستن ده٬د ډيجيټل ادائيګو څخه به مالي سپيځلتيا٬شموليت او كاركردګۍ ته ودې وركولو له مرسته ترلاسه شي۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب غونډې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 27مئی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي د معيشت ډيجيټلائزېشن د پاكستان اقتصادي سباؤن بنيادي ستن ده٬د ډيجيټل ادائيګو څخه به مالي سپيځلتيا٬شموليت او كاركردګۍ ته ودې وركولو له مرسته ترلاسه شي۔ده دا خبره د نهې په ورځ هېواد ډيجيټل كولو او په لږو نغدو اډانه معيشت پلو بوتللو لپاره د بېلا بېل وړواندېزونو په اړه راجوړې كړې غونډې ته خپله وينا كښې وكړه۔په غونډه كښې د هېواد مالياتي څانګې د سر نمائندګانو ګډون وكړو چې پكښې د كمرشل بانكونو٬ډيلپمنټ فنانس ادارو٬ريګوليټرز او سرمايه كارۍ پوهان شامل وو۔دا پوهان د دې خاص كمېټۍ برخه دي كوم چې د خزانې وزير په هدايت جوړ كړې شوې دغسې چې ډيجيټل معيشت لاره هوارولو لپاره د عمل وړ سفارشات جوړ كړے شي۔په غونډه كښې د ډيجيټل ادائيګو ودې لپاره په ځينو مهمو وړاندېزونو تفصيلي خبرې وشوې۔په غونډه كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې په ټول هېواد كښې تر ډيجيټل مالياتي خذمات آسانه رسنه باوري كړې شي دغسې چې عامو وګړو او كاروباري ادارو ته د نغدو په ځاے ډيجيټل وركرې راكرې په خاص توګه د راست پشان د سمدستي ادائيګۍ نظام ته وده وركړې شي او بېل ډيجيټل پليټ فارمز ترمينځه شريكې رابطې ښې كړې شي دغسې چې صارفين ته زياتې آسانۍ او د انتخاب موقعې تر لاسه وي۔غونډې ته ووئيل شول ډيجيټل ادائيګۍ لا ښه كولو لپاره موجوده مراعاتي نظام كښې توازن ته ضرورت دے۔د خزانې وزير د كمېټۍ تجاويز ستائېلو سره ووئيل د معيشت ډيجيټلائزېشن د پاكستان اقتصادي سباؤن بنيادي ستن ده۔ده ووئيل د ډيجيټل ادائيګو څخه به مالي سپيځلتيا٬شموليت او كاركردګۍ ته ودې وركولو له مرسته ترلاسه شي او دا ګام د معيشت پائيدارۍ٬مسابقت او جامع پرمختګ لپاره ډېر ضرورې دے۔ده ووئيل ډيجيټل نظام د جديد مالياتي ډهانچې بنياد دے٬مونږ له به سمدستي او په مربوط انداز كښې داسې ماحول جوړول وي چرته چې هر پاكستانے وګړے په آسانۍ او محفوظ طريقه ډيجيټل ادائيګۍ وكړے شي۔د خزانې وزير كمېټۍ ته هدايت وكړو چې هغوي په دې تجاويز عملدرآمد لپاره يو ښكاره او په نظام الاوقات اډانه لائحه جوړه كړي٬كومه به چې د خزانې وزارت ته وړاندې كولې شي دغسې چې په دې پالېسۍ نوره كاروائي وكړې شي۔










