اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) د پاكستان د اتومي چاؤدنو 27 كلونو په بشپړېدو يوم تكبير به د شورو په ورځ په بشپړه جذبه لمانځلې شي۔ د يوم تكبير او معركه حق په كاميابۍ د تشكر څرګندونې مركزي او لويې دستورې به پېښور او مير پور آزاد كشمير كښې كيږي۔ د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ ن خېبر پښتونخوا صدر امير مقام …
يوم تكبير به د شورو په ورځ په جوش او ولوله لمانځلې شي

مزید خبریں
اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) د پاكستان د اتومي چاؤدنو 27 كلونو په بشپړېدو يوم تكبير به د شورو په ورځ په بشپړه جذبه لمانځلې شي۔ د يوم تكبير او معركه حق په كاميابۍ د تشكر څرګندونې مركزي او لويې دستورې به پېښور او مير پور آزاد كشمير كښې كيږي۔ د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ ن خېبر پښتونخوا صدر امير مقام به خاص مېلمه وي۔ په ګلګت بلتستان كښې به هم خصوصي دستورې كولې شي۔ انجینئر امیر مقام به په كھړي شريف ميرپور كښې مركزي غونډې ته خطاب كوي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د يوم تكبير تيارۍ بشپړې كړې شوي۔ مسلم ليګ ن به په ګرده صوبه كښې خصوصي دستورې كوي۔ په خېبر پښتونخوا كښې مركزي دستوره به په پېښور كښې (ن) لیګ سېکرېټرېټ كښې كيږي كومې ته به چې امير مقام خطاب كوي۔ انجینئر امیر مقام د (ن) لیګ ټولو څانګو ته د لاريونونو ويستلو هدايت كولو سره وئيلي دي يوم تكبير او يوم معركه حق د قامي وقار او دفاع د سودا نه كولو اعلان دے ، لارښود نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف ته به سلام پېش كولې شي۔










