د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف سره ملاقات٬دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو ته خاص پام وكړی شوه ٬د سيمه ايزې سلامتيا په بدله شوې منظر نامه خبرې

پینډي 27 مئی (اے پی پی)چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د جنرل سټاف هېډكوارټرز تهران دوره كړې۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ايران وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف ميجر جنرل محمد باقري سره ملاقات وكړو ۔د دواړو هېوادونو د پوځونو مشرانو دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو ته د …

پینډي 27 مئی (اے پی پی)چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير د جنرل سټاف هېډكوارټرز تهران دوره كړې۔د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ايران وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف ميجر جنرل محمد باقري سره ملاقات وكړو ۔د دواړو هېوادونو د پوځونو مشرانو دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو ته د خاص پام لرنې كولو سره د سيمه ايزې سلامتيا په بدله شوې منظر نامه خبرې وكړې چې پكښې د شريكې خوښې كليدي څانګو كښې د ملټري ټو ملټري مرستې زياتولو٬ د پولو سكيورټي ميكانزم په ښه كولو او سرحدي سيمې په تجارتي او اقتصادي رابطه زونز بدلولو لپاره د لارې لټون شامل دے كومې څخه چې به سيمه ايز استحكام او خوشحالۍ له مرسته ترلاسه شي۔د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په رسېدو تود هركلے وكړے شو۔د ايران وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير د وزيراعظم شهباز شريف پشمول دې څخه وړاندې د ايران سپريم ليډر سيد آيت الله خامنه اي او د ايران صدر ايچ اي مسعود پيز شكيان سره ملاقات كړے ؤ ۔فيلډ مارشل د دوست هېوادونو په سركاري دوره د وزيراعظم پلاوي سره تللے دے۔

مزید خبریں