اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د ويكسينيشن پرله پسې كمپائنز سره پوليو كيسونو كښې 99 فيصد كمې رامخې ته شوې دې ٬ د ځانونو قرباني وركوؤنكو پوليو وركرز او امنيتي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو ٬ مونږ له به د پوليو وركرز تحفظ باوري كول وي٬ مونږ ته به تر هغه وخت آرام رانشي تركومې چې پوليو په بشپړه توګه …
د ويكسينيشن پرله پسې كمپائنز سره پوليو كيسونو كښې99 فيصد كمې رامخې ته شوې دې ٬ خپل ځانونه قرباني كوؤنكو پوليو وركرز او امنيتي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو: صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې د ويكسينيشن پرله پسې كمپائنز سره پوليو كيسونو كښې 99 فيصد كمې رامخې ته شوې دې ٬ د ځانونو قرباني وركوؤنكو پوليو وركرز او امنيتي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو ٬ مونږ له به د پوليو وركرز تحفظ باوري كول وي٬ مونږ ته به تر هغه وخت آرام رانشي تركومې چې پوليو په بشپړه توګه ختمه شوې نه وي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پوليو ختمولو له د ګرد هېواد په كچه د روان كمپائن په اړه خپل پېغام كښی ووئيل د مئي 26 مې نېټې څخه د جون تر اولنۍ نېټې پاكستان په ګرد هېواد كښې پولیو وېکسی نېشن كمپائن پېل كړے دے۔ د دې هدف پنځ كاله څخه د كم عمر 4 کروړه 54 لکه كوچنيانو ته حفاظتي قطرې وركول دي۔ ده ووئيل زمونږ د دې كمپائن مقصد د پوليو په بشپړه توګه ختمول او د قام روغتيا باوري كول دي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري مور پلار ته اپيل وكړو چې هغوي دې خپلو كوچنيانو ته قطرې وركولو كښې پوليو وركرز سره مرسته وكړي۔ صدر مملكت ووئيل مونږ له به وېكسي نېشن سره اړوندې غلط فهمۍ لرې كول وي۔ استاذان ٬ علماﺀ كرام او كميونټي دې د دې مقصد ملاتړ وكړي۔ ده ميډيا ته هم اپېل وكړو چې هغه دې په خلكو كښې په فعاله ډول په دې اړه شعور بېدار كري ولې چې ميډيا زمونږ تر ټولو زيات قوي هتھيار دے۔ صدر مملكت ووئيل د 90 لسيزې څخه تر دې دمه پاکستان د پوليو په ضد په زړه پورې پېشرفت كړے دے۔ صدر مملكت په نوشكي كښې په پوليو ډلې د ترسره شوي بريد غندنه وكړه او په دې كښې د شهيد شوي پوليس اهلكار غمجنې كورنۍ سره يۍ غمرازي ښكاره كړه صدر مملكت وئيل زه هغه مېړنو پوليو وركرز ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم چې هر كوچني ته رسېدو لپاره خپل ځانونو د سر خطرې سره مخ كوي۔ صدر مملكت ووئيل د پرله پسې وېكسي نېشن كمپائنز ٬ فعاله نګرانۍ او د هيلتھ وركرز د مړانې په نتيجه كښې په پوليو كېسونو كښې 99 فیصد څخه زيات كمې رامخې ته شوې دې۔ ده وئيل د پوليو په ضد جنګ لا ختم شوے نه دے۔ ده ووئيل په كال 2024ء كښې د پوليو په كېسونو كښې زياتوالې دې پلو اشاره ده چې مونږ له به هڅې لا ګړندۍ كول وي۔ صدر مملکت ووئيل چې زه باور لرم چې مونږ ټول په ګډه كار كولو سره پاكستان پوليو څخه پاكولے شوو۔ ده ووئيل راځۍ چې هر يو كوچني ته وېكسين وركړو او قام دې مفلوج كوؤنكي وائرس څخه وساتؤ۔










