لاهور 26 مئی (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان په مشرۍ كښې د پاكستان پيپلز پارټي اټك پلاوي او ټكټ هولډرز د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس لاهور كښې ملاقات وكړو ۔ګورنر هاؤس لخوا د جاري بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد او په سياسي صورتحال او تنظيمي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پيپلز پارتي اټك پلاوي ملاقات

مزید خبریں
لاهور 26 مئی (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان په مشرۍ كښې د پاكستان پيپلز پارټي اټك پلاوي او ټكټ هولډرز د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس لاهور كښې ملاقات وكړو ۔ګورنر هاؤس لخوا د جاري بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد او په سياسي صورتحال او تنظيمي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې پاكستان شته نو ټول سياسي ګوندونه شته۔ده ووئيل پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د پيپلز پارټي پشمول ټول سياسي ګوندونه پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هند ته يې بشپړ ځواب وركړے ۔صدر آصف علي زرداري په دې موقع ووئيل پاكستان پيپلز پارټي تل د هېواد او جمهوريت په خاطر قربانۍ وركړي او دا روايت به راتلونكې كښې هم روان وي۔ده ووئيل پيپلز پارټي پنجاب كښې متحرك او فعاله شوې او دا ګوند د خواري كښو٬محنت كشو او سركاري ملازمانو او كمزورې طبقې ګوند دے۔په دې موقع د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر خان ووئيل بلاول بهټو زرداري به اولسي مينډيټ سره د هېواد راتلونكې ځوان وزيراعظم وي۔په دې موقع د اټك تنظيم صدر آصف علي زرداري ته د اټك دورې كولو بلنه هم وركړه










