اسلام آباد 26 مئی (اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د چينو پنګې جائزې په اړه د غونډې مشري وكړه چې پكښې د اړوندو ادارو استازو او د وزارت اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ شوې غونډه كښې اتفاق وكړے شو چې د ګني پېداوار پشمول د نورو چارو موثره څارنې لپاره يوه متفقه نظام د شمېرو (ډيټا كليكشن سسټم)او مانيټرنګ سسټم …
د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د چينو پنګو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مئی (اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د چينو پنګې جائزې په اړه د غونډې مشري وكړه چې پكښې د اړوندو ادارو استازو او د وزارت اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په ورځ شوې غونډه كښې اتفاق وكړے شو چې د ګني پېداوار پشمول د نورو چارو موثره څارنې لپاره يوه متفقه نظام د شمېرو (ډيټا كليكشن سسټم)او مانيټرنګ سسټم دې جوړ كړے شي۔د دې نظام له مخې به په ټول هېواد كښې د ګنې پیداوار٬كر او شتون په اړه سم او په وخت معلومات ترلاسه كولې شي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسېن غونډې ته ووئيل د ګنې او چينو په اړه سپيځلتيا او پالېسي سازي موثره جوړولو لپاره په ډيټا اډانه پريكړه ضروري ده٬درآمد او برآمد په اړه ټولې پريكړې به سباؤن كښې د دې ډيټا په بنياد كولې شي۔وفاقي وزير اړوندو ټولو محكمو ته هدايت وكړو چې دې نظام ته زر تر زره حتمي شكل وركړئ او په شريك مشاورت يو داسې ميكانزم وضعه كړې كوم چې سپيځلتيا٬يكسانيت او ځواب وركول باوري كړي۔










