وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات لپاره سعد آباد محل ته ورسېد٬هغه ته ګارډ آف آنر وركړے شو

تهران 26 مئی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل پلاوي سره د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات لپاره د ګل په ورځ سعد آباد محل ته ورسېد٬محل ته په رسېدو صدر مسعود پزشكيان د هغه بشپړ او تود هركلے وكړو ۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر هم وركړے شو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬چيف آف آرمي سټاف فيلډ …

تهران 26 مئی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپل پلاوي سره د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات لپاره د ګل په ورځ سعد آباد محل ته ورسېد٬محل ته په رسېدو صدر مسعود پزشكيان د هغه بشپړ او تود هركلے وكړو ۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ګارډ آف آنر هم وركړے شو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير٬داخله وزير سيد محسن نقوي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم د ايران دورې په مهال د وزيراعظم سره پلاوي كښې شامل دي۔په دې موقع دواړو هېوادونو قامي سرود وغږولے شو۔وزيراعظم محم شهباز شريف د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ملاقات په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كوي۔وزيراعظم سوئېلي آسيا كښې د امن هڅو لپاره د ايران صدر او اولس مننه وكړه۔وزيراعظم به سره د خپل پلاوي د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنه اي سره ملاقات كوي۔دوه اړخيزه چارو پشمول په مهمو سيمه ايزو چارو به خبرې كوي۔وزيراعظم به د ايران صدر لخوا د ماسخوتن په مېلمستيا كښې هم ګډون كوي۔

مزید خبریں