اسلام آباد 26 مئی (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوسنې پاك هند جنګ په مهال د ايران لخوا د پاكستان ملاتړ او تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره په هڅو مننه كولو سره وئېلي دي د فلسطين او كشمير مسئلو منصفانه حل نه غېر په منطقه كښې امن نشي راتللے ٬د پاكستان او ايران ترمينځه قوي اقتصادي اړيكې ټولې منطقې لپاره ګټورې ګرځېدې شي٬مونږ راتلونكو څو كلونو كښې …
د فلسطين او كشمير مسئلو منصفانه حل نه غېر په منطقه كښې امن نشي راتللے ٬د پاكستان او ايران ترمينځه قوي اقتصادي اړيكې د ټولې منطقې لپاره ګټورې ګرځېدې شي۔د وزيراعظم شهباز شريف”ارنا”سره خاص مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مئی (اے پي پي )وزيراعظم محمد شهباز شريف د اوسنې پاك هند جنګ په مهال د ايران لخوا د پاكستان ملاتړ او تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره په هڅو مننه كولو سره وئېلي دي د فلسطين او كشمير مسئلو منصفانه حل نه غېر په منطقه كښې امن نشي راتللے ٬د پاكستان او ايران ترمينځه قوي اقتصادي اړيكې ټولې منطقې لپاره ګټورې ګرځېدې شي٬مونږ راتلونكو څو كلونو كښې د شريك تجارت حجم تر 10 بلين ډالر رسولو خوښي لرو۔د ايران خبري اژانس”ارنا”ته خاص مركه كښې ده سيمه ايز امن لپاره د تهران سفارتكاري ستائېلو سره ووئېل د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ يو بل سره تړلے دے او زمونږ ترمينحه قوي اړيكې د ټولې منطقې لپاره ګټورې دي۔د يادونې وړ ده د پاكستان وزيراعظم د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشکیان په بلنه د تهران په سركاري دوره دے٬د شهباز شريف د تېر يو كال په مهال دا د ايران دوهمه دوره ده۔وزيراعظم ووئيل د ايران صدر مسعود پزشكيان په بلنه يو ځل بيا د ايران دوره كوم۔ده ووئيل زما د ايران صدر سره څو ځل ملاقات شوے ٬د دې نه علاوه ګڼ شمېر ځل په ټېليفون هم خبرې شوي۔د تهران دورې بنيادي مقصد د اوسنې پاك هند شخړې په مهال د ايران لخوا تاؤ تريخوالے كمولو هڅو لپاره د ايران مننه كول دي۔وزيراعظم د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي سفارتي قابليت ستائېلو سره ووئېل امن له د ايران چارواكو ملاتړ او د ثالثي وړاندېز مننه كوو كوم چې هند مسترد كړو۔وزيراعظم ووئېل د دورې په مهال به دوه اړخيزه اړيكو او شريكې خوښې په چارو هم تفصيلي خبرې اترې كوو۔ده په اسلام آباد كښې د ايران خارجه وزير سيد عباسي عراقچي سره د خپلو دواړو ملاقاتونو حواله وركولو سره ووئېل سيد عباس عراقچي سفارتي مهارت زه ډېر متاثره كړے يم٬د ايران خارجه وزير د لويو چېلنجونو مخ نيوي كښې د خپل مدبره صلاحيت او دانشمندۍ څرګندونه كړې۔شهباز شريف ووئيل پاكستان غزه كښې د جارحيت په نتيجه كښې پېدا شوي صورتحال كښې د ايران د دريځ ملاتړ كوي۔ده ووئيل اسلام آباد او تهران اسلامي نړۍ او سيمه ايزې مرستې په اړه په معاملات د يو بل ملاتړ به روان ساتي۔پاك ايران دوه اړخيزه مرستې په اړه د ايران صدر ابراهيم رئيسي اسلام آباد دورې حواله وركولو سره وزيراعظم ووئېل ارواښاد ايراني صدر سيد ابراهيم رئيسي سره د شهادت نه وړاندې زما ښه ملاقات شوے ؤ ٬ د سختې پیښې څخه وړاندې هغه د پاكستان دوره كړې وه٬ارواښاد رئيسي ډېر متاثر كن٬بصيرت لرونكے او دورانديش انسان و٬زما هغه سره ډېرې ښې خبرې شوي او مونږ دواړو پريكړه كړې وه چې پاك ايران اړيكې به اعلٰی كچې ته رسوو او د مرستې بنيادونو ته به پراختيا وركوو۔وزيراعظم ووئيل زه ډېر خوشحاله يم چې نن زمونږ اړيكې ډېرې قوي او مستحكمې دي۔د پاكستان او ايران معاشي تقدير تړلے شوے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه 900 كلوميټر څخه زياته شريكه پوله موجود ده او د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي اقتصادي اړيكې په خاص توګه پولئيزو سيمو(بلوجستان او سيتان او بلوچستان)ترمينځه مرسته د ټولې منطقې لپاره ګټوره ګرځېدې شي۔ده پاك ايران اقتصادي پروژو ته ودې وركولو په اړه د مرستې ګڼ شمېر ايم او يوز لاس ليك حواله وركولو سره ووئېل د دې نه علاوه مونږ د ترهه ګرۍ په ضد د دواړو هېوادونو ترمينځه نزدې مرسته هم مهمه ګڼو او مونږ باور لرو چې دا خبرې د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه د اقتصادي اړيكو لاره به هواره كړي۔وزيراعظم د ايران سره پائيدارې اقتصادي مرستې په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل زمونږ شريك تجارت نزدې 3 بلين ډالر دے چې پكښې د تېرو درېو څلورو كلونو په مهال ښكاره اضافه شوې۔ده ووئيل مونږ راتلونكو څو كلونو كښې د شريك تجارت حجم تر 10 ارب ډالر رسول غواړو مونږ ګڼو چې پاك ايران تجارتي صلاحيت د دې څخه څو چنده زيات دے۔د اسلام آباد او تهران ترمينځه آزادانه تجارت په لوظ نامه لاس ليك لپاره د مذاكرات ذكر كولو سره شهباز شريف هيله څرګنده كړه چې راتلونكو 10 كلونو كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت حجم په ښكاره توګه زياتېږي۔وزيراعظم ايران-امريكا-بالواسطه جوهري خبرو په اړه ووئېل د هرې مسئلې ښه حل خبرې اترې او سفارتكاري ده ځكه چې مونږ د دې د لارې كوم هم تصادم او جنګ ايسارولے شو۔ده ووئيل په منطقه كښې امن ٬پرمختګ او سلامتيا ته وده وركول ضروري ده٬پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام خوښي لري او موڼږ د ايران په سياستمدارو په صلاحيتونو بشپړ باور لرو او هيله ده چې د دې خبرو څخه به مثبتې نتيجې رامخې ته شي۔وزيراعظم د فلسطين او كشمير مسئلې منصفانه حل په ضرورت زور راوړولو سره ووئېل د فلسطين او كشمير مسئلو منصفانه او بشپړ حل نه بغېر په منطقه كښې امن راتللے نه شي٬د فلسطين او كشمير مسئله د اولس د هيلو له مخې حل كول ضروري دي۔وزيراعظم د ايران لخوا پاك-هند جنګ په مهال د ثالثۍ په وړاندېز مننه كولو سره ووئېل دا منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركول د ايران د خلوص٬دانشمندۍ او د پوهې مظهر ده۔ده ووئيل مونږ سوئېلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي كمولو هڅو لپاره د ايران صدر مسعود پزشکیان او خارجه وزير سيد عباس عراقچي مننه كوو۔










