اسلام آباد۔26 مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب وئيلي دي د سپيځلتيا په باوري كولو او د ټيكس غلا په مخنيوي كښې د ډیجیټلایزیشن كردار زيات مهم دے ٬ تنخواه دارې طبقې لپاره ټېکس ریټرن فائل كول آسانولې شي٬ د روان مالي كال په مهال د پورونو په بېرته وركولو كښې د يو ټريلين روپو كمے شوے٬ هېواد به هله پرمختګ كوي كله چې د …
د سپيځلتيا په باوري كولو او د ټيكس غلا په مخنيوي كښې د ډیجیټلایزیشن كردار زيات مهم دے ٬ پرمختګ لپاره د ټېكس جوګه وګړو لخوا د ټيكس په وخت ادا كول ضروري دي: د خزانې وزير دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔26 مئی(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب وئيلي دي د سپيځلتيا په باوري كولو او د ټيكس غلا په مخنيوي كښې د ډیجیټلایزیشن كردار زيات مهم دے ٬ تنخواه دارې طبقې لپاره ټېکس ریټرن فائل كول آسانولې شي٬ د روان مالي كال په مهال د پورونو په بېرته وركولو كښې د يو ټريلين روپو كمے شوے٬ هېواد به هله پرمختګ كوي كله چې د ټېكس جوګه وګړي خپل ټېكس په وخت ادا كړي۔ د ګل په ورځ د کار انداز پاکستان اوپاکستان بنک اېسوسي اېشن تر اهتمام لاندې راجوړې كړې دستورې ته خپل خطاب كښې د خزانې وزير ووئيل د تېرو څو اوونيو په مهال ما سره د هېواد دننه او بهر دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكارانو ٬ د دوست هېوادونو د خزانې وزيرانو او سرمايه كارانو ملاقاتونه وكړل۔ دې ملاقاتونو څخه مونږ ته دوه ښكاره پېغامونه ترلاسه شوي يو دا چې دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكاران ٬ د ملګرو ملتونو د خزانې وزيران او سرمايه كاران د پاكستان اقتصادي او معاشي بهترۍ او د كلي معيشت استحكام څخه مطمئن دي۔ دويم پېغام دا دے چې پاكستان له به د پالسيو تسلسل دوامداره ساتل وي۔ ده ووئيل د سپيځلتيا په باوري كولو ٬ د ټيكس غلا په مخنيوي كښې د ډیجیټلایزیشن كردار زيات مهم دے ٬ پرمختګ لپاره د ټېكس جوګھ وګړو لخوا د ټيكس په وخت ادا كول ضروري دي ٬ تنخواه دارې طبقې لپاره ټيكس ريټر فائل كول آسانولې شي۔ ده ووئيل د توان په څانګه كښې اوېس لغاري او علي پروېز ملك كار كوي٬ په اېس او ايز كښې د اصلاحات عمل هم روان دے٬ 24 ادارې نجكارۍ لپاره نجكاري كمېشن ته سپارلې شوي۔ ده ووئيل د وفاقي حكومت د رائټ سائزنګ عمل روان دے٬ په پنشن اصلاحات عمل درآمد شوے دے۔ د روان مالي كال په مهال د پورونو په بېرته وركولو كښې د يو ټريلين روپو كمے راغلے۔ ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو او سياسي مشرتابه د اوسني هندي جارحيت بشپړه مقابله كړې ٬ ټول قام د پاكستان په بريا د خوشحالۍ څرګندونه كړې۔ ده ووئيل مونږ د تاؤ تريخوالي په چاپېريال كښې معاشي چارې مخ په وړاندې بوتلې دي۔ ده ووئيل هېواد هله پرمختګ كولې شي كله چې د ټېكس جوګھ وګړي خپل ټېكس په وخت ادا كړي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د هندي جارحيت په مهال د يووالي څرګندونه وكړې شوه ضرورت د دې خبرې دے چې په معاشي ډګر هم د دغه يووالي څرګندونه وكړې شي۔(










