اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا کښې په درې بیلا بیلو عملیاتو كښې د هند په ملاتړ د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ترهه ګرو تر بشپړ ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري ۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر …
صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا کښې د هند په ملاتړ د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا کښې په درې بیلا بیلو عملیاتو كښې د هند په ملاتړ د 9 خوارجو په وژلو امنیتي ځواکونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ترهه ګرو تر بشپړ ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري ۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کښې د 9 خوارجو ترهه ګرو د وژلو لپاره د امنیتي ځواکونو بهادري وستائله ۔ ده ووئيل د ترهه ګرو تر بشپړه ختمولو به د امنیتي ځواکونو عملیات روان وي ۔ ده ووئيل د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د هند په ملاتړ كښې د ترهه ګرو ختمولو لپاره كامياب كاروائي خوشبينه دي ۔ صدر مملكت ووئيل د ترهه ګرو عناصرو ختمولو او د هېواد د دفاع لپاره زمونږ عزم غير متززل دے ۔ صدر مملكت د خوارجو د بشپړه ختمولو لپاره د قومي عزم پخلے وكړو۔










