وزيراعظم په خضدار کښې د سكول په بس د ترهه ګرو په بزدلانه برید کښې د دوو ماشومانو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف په خضدار کښې د سكول په بس د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو په بزدلانه برید کښې د دوو ژوبل ماشومانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل چې د هند په سرپرستۍ كښې دغه ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي ۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه …

اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف په خضدار کښې د سكول په بس د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو په بزدلانه برید کښې د دوو ژوبل ماشومانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل چې د هند په سرپرستۍ كښې دغه ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي ۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم د ماشومانو والدینو سره د يووالي څرګنده وكړه ۔وزيراعظم ووئیل چې د هند په سرپرستۍ كښې ترهه ګرو په سكول بس بريد او بے ګناه ګناه ماشومانو شهيدان كولو په بلوچستان کښې د هغوي د د تعلیم دښمنۍ ښكاره ثبوت دې ۔ ترهه ګرو د وحشت ټول حدونه مات کړې ۔ د هند په سرپرستۍ كښې دغه ترهه ګر به تر انجام رسولې شي ۔وزيراعظم ووئیل چې د هند حمايت يافته ترهه ګرو ته به د بلوچستان د امن خرابولو اجازه نه شي وركولې۔ هغه ترهه ګرو كومو چې د پاکستان سباؤن ، کوچني او بے ګناه ماشومان په نښه کوي، خپل انجام ته به رسولې شي ۔وزيراعظم ووئیل چې زما پشمول ټول قوم همدردۍ د ترهه ګرو د وحشت قرباني شویو دغو بے ګناه ماشومانو کورنیو سره دي۔ امنیتي ځواکونه او د پاکستان حکومت په هېواد کښې د ترهه ګرۍ د بشپړ ختمولو لپاره لوظي او متحد دي۔

مزید خبریں