اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د افریقا د ورځې په مناسبت افریقایي حکومتونو، پارلمانونو او وګړو له مبارکي ورکړه او افریقایي قوم ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سکرټریټ له خوا جاري شوې اعلامیه کښې د قومي اسمبلۍ سپیکر ووئیل چې د افریقا ورځ د یووالي، پرمختګ او امن ورځ ده۔ پاکستان او افریقائي …
سردار ایاز صادق د افریقا د ورځې په مناسبت افریقائي حکومتونو، پارلمانونو او وګړو له مبارکي ورکړه

مزید خبریں
اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د افریقا د ورځې په مناسبت افریقایي حکومتونو، پارلمانونو او وګړو له مبارکي ورکړه او افریقایي قوم ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي ۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ سکرټریټ له خوا جاري شوې اعلامیه کښې د قومي اسمبلۍ سپیکر ووئیل چې د افریقا ورځ د یووالي، پرمختګ او امن ورځ ده۔ پاکستان او افریقائي قومونه خپلو كښې قوي اړآكي لري او د پاکستان او افریقایي قومونو ترمينځه اړیکې په شريك باور او اخترام اډانه دي ۔سردار ایاز صادق ووئیل چې د پارلمانونو ترمنځه همکاري د وخت حاجت دے او پاکستان د افریقائي قومونو سره د قوي شراکتدارۍ خوښي لري ۔ ده ووئيل چې قومي اسمبلۍ ٬ د پاکستان حکومت ” لك افریقا ” (Look Africa) او “انګيج افریقا ” (Engage Africa) پالیسیو بشپړه ملاتړ کوي۔ پاکستان غواړي د سوداګرۍ، زده کړو، روغتیا او چاپېریال په څانګو كښې د افریقائي هېوادونو سره خپله مرسته نوره هم زياته كړي۔د سیمه ایز پرمختګ په څانګه كښې د افریقائي يونين كردار د ستائنې وړ دې او د نړیوال امن لپاره د افریقائي قومونو خدمات د ستائنې وړ دي۔










