اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د زيرو ټالرنس په پالیسۍ زور راوړلو سره د غير منظور شویو هاؤسنګ ډهانچو او غیر مجاز هاؤسنګ سوسائيټو په ضد د سخت اقدام امر كولو سره ووئيل چې د هر ډول غير قانوني تعميرات مخنیوي لپاره دې لینډ انفارمېشن اینډ مینجمنټ سسټم او سیټلائټ میپنګ استعمال کړې شي او ټول اړوند افسران دې په دې پالیسۍ …
کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ د اسلام اباد انتظاميې په اړه مهمه غونډه

مزید خبریں
اسلام اباد 25 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د زيرو ټالرنس په پالیسۍ زور راوړلو سره د غير منظور شویو هاؤسنګ ډهانچو او غیر مجاز هاؤسنګ سوسائيټو په ضد د سخت اقدام امر كولو سره ووئيل چې د هر ډول غير قانوني تعميرات مخنیوي لپاره دې لینډ انفارمېشن اینډ مینجمنټ سسټم او سیټلائټ میپنګ استعمال کړې شي او ټول اړوند افسران دې په دې پالیسۍ عملدرآمد باوري كړي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ په پايه تخت اسلام آباد كښې په یوه مهمه غونډه كښې د شهري انتظام ، د قانون نفاذ او انتظامي اصلاحاتو تفصيلي جاج واسختلې شو ۔په دې غونډه كښې د کورنیو چارو وزیر مملكت طلال چوهدري او د کورنیو چارو فاقي سکرټري ، د اسلام اباد کمشنر، د پولیسو انسپيكټر جنرل ، ډپټي کمشنر، ډي ائي جیز، اېس پیز او اے سیز ګډون كولو ۔ په دې موقع په اسلام اباد كښې د غير قانوني تعميرات په ضد په سمدستي توګه د کریك ډاؤن کولو لویه پریکړه هم وشوه٬محسن نقوي د زيرو ټالرنس په پالیسۍ زور راوړو او د غير منظور شویو رهائشي سوسائيټيز په ضد ئې د كاروائي امر وكړو او د هر ډول غير قانوني رهائشي سوسائټۍ مخنیوي لپاره یې د لینډ انفارمېشن اینډ مینجمنټ سسټم او سیټلائټ میپنګ استعمال سپارښتنه وكړه ۔هغه ټولو اړوند افسرانو ته امر وکړو چې د دې پالیسۍ دې عملدرآمد باوري كړې شي ۔وفاقي وزیر زور راوړو چې د اسلام اباد اوسیدونکو ته دې د نړیوالو معیارونو خدماتو وركول باوري كړې شي ۔هغه په پولیسو او انتظاميې زور راوړو چې د خلکو باور او د فعاله خدماتو وركولو د لارې دې خپل اميج ښه کړي۔ ده ووئيل چې د وګړو د ځان او مال په حفاظت كښې باید هیڅ ډول بے غوري ونه كړې شي ۔ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د لوی اختر په مناسبت د ضروري څيزونو بيعو كوټلي كنټرول او د صفائي اقداماتو لارښوونه هم وکړه۔










