تر اوسه 8 لكهه 20 زره حاجیان سعودي عربستان ته رسیدلي۔ د سعودي د پاسپورټ محكمه

مکه مكرمه 24 مئي (اے پی پی) د سعودي د پاسپورټ محكمي اعلان کړی چې تر اوسه د بهرنیو هیوادونو څخه د رارسیدلو حاجیانو شمیر 08 لکه 20 زهر 665 ته رسیدلی دی۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي د پاسپورټ محكمي په جاري شوې بيان كښې وئيلي چې تر اوسه ډیری حاجیان د فضائي لارې سعودي عربستان ته رارسیدلي، د كومو شميره چې 7 لكهه 82 زره 358 ده ۔35 زره 478 حاجیان په ځمکيزه لارې راغلي، دغسې د سمندر له لارې د راغلو حاجیانو شمیر 2 زره 822 ده ۔ د پاسپورټ محكمي د فضائي ٬ سمندري او زمكيزي لارې د حاجیانو د راتللو تګلارې آسانولو لپاره ټول صلاحيتونو كارولو پخلے كړي ۔ دا خبره دې واضحه وي چې د سعودي عربستان په ټول نړیوال پورټس اميګريشن هالز كښې كواليفائيډ عمله او جديد تكنيكي ډيوائسسز موجود دي۔