لوك ورثه آرټ ګيلري كښې درې ورځنې نندارتون ” بُنيانً مرصُوص” د کينوس زباني’ پرانسته

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي لوك ورثه آرټ ګيلري كښې درې ورځنې نندارتون " بُنيانً مرصُوص" د کينوس زباني' پرانسته كړې۔ په دې موقع د قامي ورثه او كلتور وفاقي سيکرټري اسد رحمان ګېلاني هم موجود ٶ٬ دا نندارتون د آرټ د لارې د وسله والو ځواكونو مړانې او جرات ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره تابيا كړې شوے …

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي لوك ورثه آرټ ګيلري كښې درې ورځنې نندارتون ” بُنيانً مرصُوص” د کينوس زباني’ پرانسته كړې۔ په دې موقع د قامي ورثه او كلتور وفاقي سيکرټري اسد رحمان ګېلاني هم موجود ٶ٬ دا نندارتون د آرټ د لارې د وسله والو ځواكونو مړانې او جرات ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره تابيا كړې شوے دے٬ په نندارتون كښې د هنر مندانو د لاس جوړ آئل پينټ، پنسل اسکيچ، خطاطي، ټرك آرټ او د لرګي د كار فن پارے اېښې شوې دي۔ د پرانستې دستورې په موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په لوك ورثه كښې پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د نندارتون د تابيا ستائنه كولو سره ووئيل چې هنرمندانو ښه فن پارې جوړولو سره د آپريشن بنيان مرصوص په کاميابۍ پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي٬ پاك پوځ د قام سر په وياړ هسك كړے دے او هند ماتي سره مخ شوے دے ۔ ده ووئيل چې مونږ به پخپل هيروز يو دستاويزې فلم هم جوړٶ۔ وفاقي وزير ووئيل چې ښه پينټنګز جوړوونكو هنرمندانو ته به اېوارډز او انعامونه هم وركولې شي۔ د يادونې وړ ده چې په نندارتون كښې د پاكستان د قامي هيروز عكسونو نه علاوه د ماهر هنر مندانو پينټنګز اېښې شوې دي۔

مزید خبریں