اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د معرکه حق کامیابۍ نه وروسته په معاشي مېدان كښې تاریخ ساز كاميابۍ لپاره حكومت او ټول قام عزم لري٬ د كاروباري قرضو په ترلاسه كولو كښې اسانۍ او د برېښنا بيعه كښې د كمي اقدامات كوٶ، د ټېكس غلا به بېخي نه قبولوٶ او د دې تدارك لپاره به ټول اقدامات كولې شي۔ د جمعې په …
د معرکه حق کاميابۍ نه وروسته په معاشي مېدان كښې تاريخ ساز كاميابۍ لپاره حكومت او ټول قام عزم لري۔ د وزيراعظم شهباز شريف د چيمبرز آف کامرس صدور سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د معرکه حق کامیابۍ نه وروسته په معاشي مېدان كښې تاریخ ساز كاميابۍ لپاره حكومت او ټول قام عزم لري٬ د كاروباري قرضو په ترلاسه كولو كښې اسانۍ او د برېښنا بيعه كښې د كمي اقدامات كوٶ، د ټېكس غلا به بېخي نه قبولوٶ او د دې تدارك لپاره به ټول اقدامات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ګرد هېواد چيمبرز آف کامرس صدور پلاوي ليدلي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د معرکه حق کاميابۍ نه وروسته په معاشي مېدان كښې تاريخ ساز كاميابۍ لپاره حكومت او ټول قام عزم لري، حکومت او د نجي څانګې اشتراك سره به پاكستان د يو نړيوال معاشي قوت په توګه رامخې ته شي۔ ده ووئيل معاشي خود انحصاري ترلاسه كولو لپاره د نجي څانګې فعاله كولو ته اړتيا ده، د پاکستاني کاروباري ورورولۍ د حقونو تحفظ او دوي ته ګټور كاروباري ماحول وركول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل حكومت د سميډا كاروبار ودې لپاره يو شمېر اقدامات كوي٬ د كاروبار لګښت كمولو لپاره په آسانو كاروباري پاليسو عملدرامد كوٶ۔ ده ووئيل د هېواد په صنعتونو كښې جديد ټيکنالوجي متعارف كولو ته اړتيا ده٬ وېمن بزنس كښې مېرمنې د هېواد په معيشت كښې كليدي كردار لري۔ ده ووئيل حكومت به په كاروبار كښې د مېرمنو د معاشي هلو ځلو بشپړه مرسته كوي دغسې چې ھغوي د هېواد په پرمختګ كښې فعاله كردار ولوبوي۔ پلاوي د معرکه حق په تاريخي كاميابۍ ترلاسه كولو وزيراعظم او پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پلاوي د حکومت درست معاشي پاليسو په سبب د هېواد معيشت او په کاروبار كښې په پرله پسې بهترۍ د وزيراعظم مننه وكړه۔ د پلاوي غړو په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو ستائنه وكړه او دا ئې لا بزنس فرينډلي جوړولو لپاره تجويزونه وړاندې كړل٬ پلاوي د نوي مالي كال بجټ لپاره هم خپل تجويزونه وړاندې كړل۔ وزيراعظم د خزانې وفاقي وزير ته په دې تجويزونو د غور كولو امر وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزيران سنېټر اورنګزيب، احسن اقبال، رانا تنوير حسين، جام کمال خان، علي پرويز ملك، حنيف عباسي، شزا فاطمه خواجه، خاص مرستيال هارون اختر او د اړوند ادارو چارواكي هم موجود وو۔










