ډي جي آئي ايس پي آر د هند په سرپرستۍ كښې 20 كاله څخه د روانې رياستي ترهګرۍ كوټلي او بشپړ ثبوتونه وړاندې كړل ٬ د دې پراكسيز تړون ماتولو سره به د دوئي ناوړه عزائم ناكامه كړؤ۔ د احمد شريف داخله سيكرټر ي سره خبري كنفرنس

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د ډی جی آئی اېس پی آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری د هند په سرپرستۍ كښې 20 كلونو څخه روانه رياستي ترهګري د كوټلي او بشپړ شواهد دلارې افشا كولو سره وئيلي دي چې په بلوچستان كښې په خصوصي توګه د خضدار په پېښه كښې هندوستان ككړ دے ٬ هند د خپل ترهګر پراكسيز فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج د لارې منطقه او پاكستان بې …

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د ډی جی آئی اېس پی آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری د هند په سرپرستۍ كښې 20 كلونو څخه روانه رياستي ترهګري د كوټلي او بشپړ شواهد دلارې افشا كولو سره وئيلي دي چې په بلوچستان كښې په خصوصي توګه د خضدار په پېښه كښې هندوستان ككړ دے ٬ هند د خپل ترهګر پراكسيز فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج د لارې منطقه او پاكستان بې ثباتۍ سره مخ كول غواړي٬ د دې پراكسيز تړون ماتولو سره به د دوئي د دوئي ناوړه عزائم ناكامه كړؤ٬ په پاكستان د هندي بريد په مهال پراكسيز په پاكستان بريدونو كښې شدت رامخے ته كړو٬ د بلوچستان ترقي هېواد دښمنه قوتونه ليدلې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډي جي آئي اېس پي آر داخله سېكرټري کېپټن (ر) خرم آغا سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقعه ډی جی آئی اېس پی آر احمد شریف چوهدری د پرېذېنټېشن د لارې 20 كاله څخه د هند په سرپرستۍ كښې روانې ترهګرۍ سره پېوست حقائق ميډيا ته وړاندې كړل۔ ده ووئيل په كال 1947ء كښې ترهګر تنظيم مکتی باهنی جوړ شو۔ هند په پاكستان او بنګله دېش كښې ترهګرۍ لپاره دا تنظيم جوړ كړو او دا لړۍ روانه پاتې شوه۔ ده ووئيل په كال 2009 كښې د پاكستان حكومت په شرم الشېخ كښې د دغه وخت هندي وزير ته نه رد كېدونكو ثبوتونو سره ډوزیئر وركړے ؤ۔ په كال 2010 كښې دستاوېزي ثبوت جاري كړې شول۔ په كال 2015 كښې پاكستان ملګرو ملتونو ته د هندي ترهګرۍ په اړه يو ډوزیئر وړاندې كړو۔ په كال 2016 كښې د هند په سرپرستۍ كښې په بلوچستان كښې ترهګري په ډاګه كړې شوه۔ د هند حاضر سروس افسر کلبھوشن یادیو ونيولې شو۔ كوم چې د هندي سرپرستۍ اعتراف وكړو۔ په كال 2019 كښې كوټلي شواهد لرونكې ډوزیئر ملګرو ملتونو ته وړاندې كړې شول۔ ده ووئيل په 21 مئی په بېګناه ماشومانو خضدار كښې بريد وكړے شو۔ په اپرېل 2024 كښې فتنه الهندوستان د هند په حكم ماشومان او مېرمنې په نخښه كړې۔ په 12 اپرېل 2024 نوشکی كښې 12 بې وزله مزدوران ٬ په 12 اپرېل 2024 کېچ كښې دوه مزدوران ٬ په 9 مئی 2024ء ګوادر كښې 7 حجام ، په 26 اګست 2024 كښې 22 بېګناه مسافر ٬ په 28 ستمبر 2024 پنجګور كښې 7مزدوران ٬ په دکی كښې په 10 اکتوبر 2024 ﺀ 21 كان كندونكي٬ په 13نومبر 2024 زیارت كښې 3 مسافر ، په 10 فروری 2025 کېچ دوه درزيان په 14 فروری هرنائی كښې 10 بېګناه كسان ٬ په 19 فرورۍ 2025ء 7 مسافر بس څخه كوزولو سره شهيد كړې شول۔ دغسې په 9 مارچ 2025 پنجګور كښې درې حجام شهيد كړې شول۔ په 11 مارچ 2025 په جعفر اېکسپرېس بريد كښی د عامو وګړو په شمول په رخصتۍ تلونكي امنيتي اهلكار په نخښه كړې شول۔ په 26 مارچ ګوادر كښې 6 مزدوران او په 6 او 7 مئی هندي پوځ په جوماتونو بريدونه كولو سره د 7 مېرمنو او 15 كوچنيانو په شمول 40 بې ګناه وګړي شهيد كړل۔ ده ووئيل پاكستاني قام د بنيان مرصوص د لارې دښمن ته ماتې وركړه۔ ده ووئيل فتنة الهندوستان په 9 مئی لسبیله كښې 3 حجام ، په 13مئی نوشکی كښې 4 مزدوران ٬ په 21 مئی 6 بې ګناه وګړي شهيدان كړل۔ 51 كوچنيان ژوبل شوي ي۔ احمد شریف چوهدری ووئيل كه هند د پاكستان په ضد ترهګرۍ كښې د ككړ كېدو ثبوتونه لري نو رامخې ته دې كړي۔ ده ووئيل هند په 6 او 7 مئی په كوم بنياد او ثبوت په پاكستان د بريد كولو منصوبه جوړه كړه۔ پهلګام پېښې څخه وروستو هند د فتنه الهندوستان په شمول خپل پراکسیز متحرک كړل۔ ده ووئيل هندي ميډيا د 6 او 7 مئی په بريد كښی د بې ګناه وګړو په شهادت خوشحالۍ و كړې۔ ډی جی آئی اېس پی آر ووئيل چې ګردې نړۍ ته د هند ترهګري معلومه ده۔ ده ووئيل جنوری 2024ء څخه په پاكستان كښې د ترهګرۍ 4664 ترهګرې پېښی وشوې په دې كښې بلوچستان 1612 پېښې رامخې ته شوې۔ امنيتي ځواكونو په دې مهال 93515 آپرېشن وكړل۔ په كومو كښې چې 52887 بلوچستان كښې وكړې شول۔ په 2024ء كښې ټول 1018 ترهګر ووژلې شوو۔ په كومو كښې چې 233 په بلوچستان كښې وو۔ ده ووئيل فتنه الهندوستان او فتنة الخوارج د دې هېواد هېڅ نه شي كولې۔ داخله سېكرټري کېپټن (ر) خرم آغا ووئيل چې په 21 مئی په خضدار كښې سكول بس په نخښه كړې شو۔ د پېښې په نتيجه كښې د 6 كوچنيانو په شمول 7 كسان مړه او 31 ژوبل شول۔ دا په سكول نه دا زمونږ په اقدارو بريد ؤ۔ ده ووئيل د اولنيو پلټنيو څخه ثابت شوې چې هره پېښه د هند په سرپرستۍ كښې د فتنة الهندوستان د پراخا متشدد كارروائيو برخه ده۔ ده ووئيل د تېرو دوه كلونو په مهال فتنة الهندوستان په هارډ ټارګټ كښې په ناكامه كېدو سافټ ټارګټ په نخښه كړل۔ وروستو د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې ډي جي آئي اېس پي ووئيل د هندي ترهګر پراكسيز مقابلې له د هندي جارحيت څخه وروستو د آپرېشن بنیان مرصوص د لارې د ښودلې شوي عزم ضرورت دے۔ ده ووئيل مونږ خپلې ميډيا څخه هېڅ نه پټوو۔ ده ووئيل پاګل به وي چې د پاكستان د 24 کروړ اولس اوبه بندې كړي۔ په دې اړه د وزيراعظم او د پاكستان د حكومت دريځ ښكاره دے۔ ده ووئيل باكستان تېرو څو لسيزو څخه ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې دې ٬ د اولس ترقي او سوكالي اولنۍ ترجيح ده۔

مزید خبریں