د فيض آباد چوك پراخا كولو ٬ د شاهين او كشمير چوك پشمول په يو شمير منصوبو به كار ډير زر پېل شي۔ داخله وزير محسن نقوي

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د مري روډ انټر چينج د جناح سکوائر منصوبه د 35 ورځو په رېكارډ موده كښې ترسره كړې شوې دغسې چې وګړي لږ نه لږ مشكلاتو سره مخ پاتې شي ٬ د منصوبې په تعميراتي معيار سمجهوته نه ده شوې او بهترين او معياري تعمير باوري كړې شوې۔ ده دا خبرې د مري …

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د مري روډ انټر چينج د جناح سکوائر منصوبه د 35 ورځو په رېكارډ موده كښې ترسره كړې شوې دغسې چې وګړي لږ نه لږ مشكلاتو سره مخ پاتې شي ٬ د منصوبې په تعميراتي معيار سمجهوته نه ده شوې او بهترين او معياري تعمير باوري كړې شوې۔ ده دا خبرې د مري روډ انټر چېنج د جناح سکوائر پرانستې دستورې په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د فيض آباد چوك پراخا كولو ٬ د شاهين او كشمير چوك پشمول په يو شمير منصوبو به كار ډير زر پېل شي۔ د يادونې وړ ده چې د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل يوازې په 35 ورځو كښې په رېكارډ موده كښې انډر پاس پراجيکټ بشپړ كړے شوے دے۔ د محسن نقوي په امر د لېنډ سکيپنګ او هارټيکلچر كار جاري دے٬ دې منصوبې سره به وګړو ته مري ته په تګ راتګ كښې سهولت ترلاسه شي او وخت سره سره به وګړو ته د اېندهن بچت هم وشي

مزید خبریں