اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په 10 مئي پاك پوځ قامي يووالي سره هند ته چې كومه ماتې وركړې هغه به تر قيامته ياده ساتي۔ وزيراعظم دا خبره د جمعې په ورځ د مري روډ انټر چينج د جناح سکوائر پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران حنيف عباسي، طارق فضل چوهدري، طلال چوهدري او د اسلام …
هند به د لسم مئي ماتې تر قيامته ياد ساتي٬ د وزيراعظم د مري روډ انټر چينج پرانستې دستورې ته وينا٬ د منصوبې په ريكارډ لنډه موده كښې په بشپړولو سي ډي اے٬ د اړوندې كمپنۍ ذمه وارو او داخله وزير له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په 10 مئي پاك پوځ قامي يووالي سره هند ته چې كومه ماتې وركړې هغه به تر قيامته ياده ساتي۔ وزيراعظم دا خبره د جمعې په ورځ د مري روډ انټر چينج د جناح سکوائر پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران حنيف عباسي، طارق فضل چوهدري، طلال چوهدري او د اسلام آباد پوليس اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل زه يو ځل بيا قام له د زړه د خلاصه مباركي وركوم چې په 10 مئي پاك پوځ د پاك پروردګار په فضل او بيا د خپلې بهترينې لائحې او مړانې په سبب هند ته ماتې وركړه۔ ده ووئيل د قام يووالې به دښمن ترقيامته ياد ساتي۔ وزيراعظم د جناح سکوائر منصوبه په 35 ورځو كښې په بشپړولو سي ډي اے، د اړوند كمپنۍ ذمه وارو او داخله وزير محسن نقوي له مباركي وركولو سره ووئيل چې په دومره لنډه موده كښې منصوبه سر ته رسول آسان كار نه ٶ۔ ده د پايه تخت انتظاميې او سي ډي سے ته نور چمتوالي٫ مينې او جذبے سره د كار كولو او د اسلام آباد لا ښائسته كولو لپاره د اقداماتو امر وكړو۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي هم وېنا وكړه۔ د دې نه وراندې د سي ډي اے چيئرمېن علي رندھاوا د پراجيكټ د ترسره كېدو په اړه بريفنګ وركړو










