اسلام آباد۔23 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې پلاوي د جمعې په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې سېنېټر شیری رحمان او پخوانۍ وفاقي وزيره حنا رباني كھر شامل وه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د نړۍ په مهمو پلازمينو كښې د پاكستان دريځ په ډاګه كولو …
وزيراعظم سره د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔23 مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې پلاوي د جمعې په ورځ دلته ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې سېنېټر شیری رحمان او پخوانۍ وفاقي وزيره حنا رباني كھر شامل وه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د نړۍ په مهمو پلازمينو كښې د پاكستان دريځ په ډاګه كولو او د هند د پارونكې ايجنډې نړۍ ته د وړاندې كولو حوالې سره وزيراعظم څخه لارښوونه ترلاسه كړه۔ بلاول بھټو زرداری د دې قامي سفارتي كار په لړ كښې په باور كولو او ده ته د پاكستاني پلاوي د مشرۍ درناوي په بخښلو د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزیراعظم هيله ولرله چې د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې به پلاوې د پاكستان دريځ او بيانيه په زړه پورې ډول نړۍ ته وړاندې كړي۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر مصدق ملک، سياسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناﺀ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود ؤ










