زمونږ نبي پاك (ص) مونږ له د حق او باطل جنګ كښې په بريا ترلاسه كولو د پاك پروردګار د شكر ادا كولو درس راكړے: وفاقي وزير سردار يوسف د يوم تشكر دستورې ته خطاب

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې د پاك پروردګار شكر ادا كوو چې هغه په پاك هند جنګ كښې پاكستان ته عزت وركړے دے٬ زمونږ نبي پاك (ص) مونږ له د حق او باطل ترمينځه جنګ كښې په بريا ترلاسه كولو د پاك پروردګار د شكر ادا كولو درس راكړے۔ ده د جمعې په ورځ دلته د يوم تشكر ورځې دستورې ته …

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې د پاك پروردګار شكر ادا كوو چې هغه په پاك هند جنګ كښې پاكستان ته عزت وركړے دے٬ زمونږ نبي پاك (ص) مونږ له د حق او باطل ترمينځه جنګ كښې په بريا ترلاسه كولو د پاك پروردګار د شكر ادا كولو درس راكړے۔ ده د جمعې په ورځ دلته د يوم تشكر ورځې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د كاميابۍ له ترلاسه كېدو څخه وروستو بايد مونږ آرام سره پاتې نه شوو ٬ دښمن په بلوچستان كښې په كوچنيانو بريد كړے دے۔ ده وويل مودي د نړيوال قانون او رواياتو خلاف ورزي كړې۔ ده ووئيل پاك پوځ ٬ قام او حكومت د هند په ضد په جنګ كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو د مباركۍ حق لري۔ ده ووئيل دښمن د مشن نامه سندور او مونږ د قرآني آيت له مخې بنیان مرصوص كېښودله۔ وفاقی وزیر ووئيل عاصم منېر د فیلډ مارشل منصب مستحق ؤ۔ ده وويل د ائیر چیف والد صاحب ستر عالم دين ؤ۔ ده ووئيل كله چې د مسلمان او كافر مقابله وي نو مسلمان فولاد جوړېږي۔ ده ووئيل د پاكستان ميډيا په پاك هند جنګ كښې مثبت كردار ترسره كړو۔ د پاكستان ميډيا هم د هند ميډيا له ماتې وركړه۔ ده ووئيل مونږ امن غواړؤ ٬ مونږ ځوابي كارروائي كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان په بريا بهرنيو مسلمانانو ما له هم مباركي راكړې ده

مزید خبریں