اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د سېنېټ په غونډه كښې د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو په يوه اړخيزه پرېكړه تفصيلي بحث شوے چې پكښې د مخالفې ډلې مشر سينيټر شبلي فراز او سينيټر علي ظفر پشمول نورو غړو ووئيل چې سندھ طاس لوظنامه يوه ترسره شوې نړيواله لوظنامه ده او پاكستان بايد په دې كوم مفاهمت ونكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان له د هند …
هند د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو اختيار نه لري٬ نړيوالې ورورولۍ ته دې د هند اصلي څيره وښودلې شي: د سينيټر علي ظفر او د سينيټ نورو غړو په غونډه كښې څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی)د سېنېټ په غونډه كښې د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو په يوه اړخيزه پرېكړه تفصيلي بحث شوے چې پكښې د مخالفې ډلې مشر سينيټر شبلي فراز او سينيټر علي ظفر پشمول نورو غړو ووئيل چې سندھ طاس لوظنامه يوه ترسره شوې نړيواله لوظنامه ده او پاكستان بايد په دې كوم مفاهمت ونكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان له د هند په ضد د اوبو مسئله يو فعاله قانوني او سفارتي كېس تيارول پكار دي۔ دوي ووئيل چې هند به پاكستان ته زيان رسولو لپاره د ترهه ګرۍ پشمول هر ممكنه حربه كاروي خو مونږ به هند ته سندھ طاس لوظنامه كښې د كوم هم ډول بدلون اجازه ورنكړؤ۔ د هند عزت په نړيواله كچه اغېزمن شوے دے۔ سينيټر علي ظفر خپلو خبرو كښې ووئيل چې د اوبو مسئله د ترهه ګرۍ په څير د قامي سلامتيا مسئله جوړه شوې۔ ده ووئيل چې دا يوازې د حكومت نه بلكې د ټول قام مسئله ده٬ كه چرې مونږ د اوبو د بحران موثر حل ونه لټولو او نو مونږ به د لوږې او تندې دلاسه مړه شوو۔ ده ووئيل چې د رپورټس له مخې پاكستان په تندۍ سره د اوبو قلت پلو روان دے۔سينيټر علي ظفر ووئيل چې دا يوه آئيډيل موقع ده چې پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته د هند اصلي څيره وښائي۔ده ووئيل چې د هند دا تور دے چې پاكستان ترهه ګرۍ كښې ككړ پاتے شوے٬خو د ټي ټي(سندھ طاس)لوظنامې نوعيت داسې دے چې د دې له مخې د دې ډول تورونو په بنياد هم اوبه بندولې نه شي۔ د سېنېټر كامران مرتضٰی او سېنېټر ډاكټر همايون خان مهمند پشمول د سينيټ نورو غړو حكومت څخه غوښتنه وكړه چې هغوي دا معامله په نړيوال فورمز په فعاله ډول پورته كړي او د پاكستان د اوبو حقونه په هر قيمت خوندي كړي۔










