اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو او د نشه اي توكو مخنيوي وزارت د تھائي لينډ بدنامولو او تهائي لېنډ د بشري قاچاق نېټ وركس سره تړونكې سوشل ميډيا مهم " بې لارې كوٶنكې او غلط" ګرځولو سره مسترد كړے دے۔ د جمعې په ورځ د داخله او د نشي توكو مخنيوي وزارت لخوا د جاري شوې مراسلې له مخې تھائي لينډ د بشري قاچاق مركز …
داخله وزارت تھائي لينډ د بشري قاچاق مركز ګرځولو ادعا مسترد كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو او د نشه اي توكو مخنيوي وزارت د تھائي لينډ بدنامولو او تهائي لېنډ د بشري قاچاق نېټ وركس سره تړونكې سوشل ميډيا مهم ” بې لارې كوٶنكې او غلط” ګرځولو سره مسترد كړے دے۔ د جمعې په ورځ د داخله او د نشي توكو مخنيوي وزارت لخوا د جاري شوې مراسلې له مخې تھائي لينډ د بشري قاچاق مركز نه دے٬ بلكې دھوکه باز او قاچاقبر خپلو مفادو لپاره بې ګناه وګړو ته دهوكه وركوي او د دې استحصال كولو سره د هېواد نامه په غلط توګه كاروي۔ داخله وزارت خلق خبردار كړې دي چې ھغوي دې ناسمو ادعاګانو څخه ځان خبر او خپل ځان او نور خلق د بشري قاچاق خطرو څخه بچ وساتي۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې كه چا ته د قاچاق كېدو شك وي يا كومې مرستې ته اړتيا لري نو په سمدستي توګه دې چارواكو ته اطلاع وركړي٬ دا ايډوائزري د پاکستان ځوانان د بشري قاچاقبرو او د فراډيانو لخوا پېښو خطرو څخه خبر ساتلو لپاره د حكومت د هلو ځلو د برخې په توګه رامخې ته شوې ده۔ داخله وزارت د بشري قاچاق لعنت مخنيوي لپاره د كمپائن پېل كولو، د حکومتونو، نړيوالو تنظيمونو او د سول سوسائټۍ ترمېنځه د مرستې او همغږۍ په اهميت زور راوړېدے










