وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د آذربائيجاني سفير خضرفرهادوف ملاقات٬ دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو او په خاص توګه د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو او د اقتصادي همكارۍ په نوې نوې امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پېټروليم ډويژن د وياند اعلاميې له مخې علي پروېز ملك هند …

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو او په خاص توګه د توان په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو او د اقتصادي همكارۍ په نوې نوې امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پېټروليم ډويژن د وياند اعلاميې له مخې علي پروېز ملك هند سره د اوسنې تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان په بشپړه ملاتړ د آذربائيجان مننه وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف آذربائيجان سره يو والي ته ډېر اهميت وركوي٬آذربائيجان تل پاكستان سره ولاړ پاتے شوے دے ٬پاكستان په سختو حالات كښې په ملاتړ كولو د ورورڼو هېوادونو مننه كوي۔ فرهادوف پاكستان سره اقتصادي او د توان په څانګه كښې د مرستې لا قوي كولو عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل آذربائيجان پاكستان سره تاريخي ورورولي د اقتصادي مرستې او په خاص توګه د توان په څانګه كښې د همكارۍ د لارې لا قوي كول غواړي۔د ملاقات په مهال دواړو ډلو خپل سټريټجك شراكتداري لا مستحكم كولو لپاره په شريكو پروژو د كار په كولو اتفاق وكړو۔ دوئي د سباؤن مرستې په اړه مثبتې هيلې څرګندونه وكړه كومه به چې د دواړو هېوادونو په ګټه كښې وي او په منطقه كښې به د توان سلامتيا باوري كړي۔

مزید خبریں