د روان كال په مهال د چين په وګړو او منصوبو بريد نه دے رپورټ شوے۔ داخله وزارت

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته د داخله وزارت لخوا ووئيل شول چې د روان كال په مهال تر دې دمه د چين په وګړو او منصوبو كوم بريد نه دے رپورټ شوے٬ د چين په وګړو وروستې بريد په نومبر كال 2024 كښې شوې ؤ٬ فعاله نګراني، مرسته او په زړه پورې سيكيورټي اقدامات باوري كولو لپاره وفاقي انتظامي كميټۍ، صوبائي او سيمه ايزې كمېټۍ …

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته د داخله وزارت لخوا ووئيل شول چې د روان كال په مهال تر دې دمه د چين په وګړو او منصوبو كوم بريد نه دے رپورټ شوے٬ د چين په وګړو وروستې بريد په نومبر كال 2024 كښې شوې ؤ٬ فعاله نګراني، مرسته او په زړه پورې سيكيورټي اقدامات باوري كولو لپاره وفاقي انتظامي كميټۍ، صوبائي او سيمه ايزې كمېټۍ جوړې شوې دي٬ د غېر ملكيانو پشمول د چين وګړو نګرانۍ ٬ سهولت كارۍ لپاره پي اېف اېن اېس سيز او ډي اېف اېن اېس سيز جوړ شوې دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د داخله وزير لخوا په تحريري توګه ووئيل شول چې د چين وګړو او منصوبو امنيت د پاك پوځ اېس اېس ډي سول ارمډ فورسز او د پوليس كے اېس اېس يوز ته سپارلے شوے دے۔ د داخله وزير لخوا ووئيل شول چې جے ډبليو جي د چين شراكت دارو سره په سيكيورټي پروټوكولز كښې مرسته، عملدرآمد او بهترۍ لپاره كار كوي٬ په دې وروستيو كښې جوړه كړې شي سي ټي كميټۍ د چينائي وګړو د سيكيورټي جاج اخلي۔ د داخله وزير لخوا ووئيل شول چې د چين وګړو ته د راتګ په مهال د انګلش او چين په ژبه كښې هدايات جاري كيږي٬ په داخلي او خارجي ځايونو كښې سهولت ډيسك جوړ شوي او د چين د وګړو د نقل و حمل او سيكيورټي نګراني كوٶ

مزید خبریں