په ميكرو اكنامك كچه او اداره جاتي اصلاحات كښې تندي كول د حكومت لومړۍ ترجيح ده: د وزيراعظم د آئي ايم ايف پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په ميكرو اكنامك كچه اصلاحاتو سره سره په اداره جاتي اصلاحات كښې تندي كولو ته حكومت خصوصي پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوالې مالياتي ادارې پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې د جهاد الظهور په مشرۍ كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزيران احد خان چيمه، اېم اورنګزيب، د …

اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په ميكرو اكنامك كچه اصلاحاتو سره سره په اداره جاتي اصلاحات كښې تندي كولو ته حكومت خصوصي پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوالې مالياتي ادارې پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې د جهاد الظهور په مشرۍ كښې دوي سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزيران احد خان چيمه، اېم اورنګزيب، د خزانې سيكرټري امداد اے بوسال،د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او اړوند چارواكي موجود وو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې په پاكستان كښې د آئي اېم اېف په جاري پروګرام د خيالاتو څرګندونه وشوه او د حكومت د آئي اېم اېف په پروګرام د عملدرآمد په اړه په معاشي اصلاحات او په مثبت نتيجو د اطمينان څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل د لوے څښتن په فضل او كرم سره پاكستان د معاشي استحكام نه وروسته د پرمختګ په لور روان شوے دے٬ په مېكرو اكنامك كچه او په اداره جاتي اصلاحات كښې تېزي راوستلو ته حكومت پاملرنه كوي۔ پلاوي په اصلاحاتو او معاشي استحكام او پرمختګ كښې د آئي اېم اېف لخوا د مرستې جاري ساتلو عزم څرګندونه وكړه

مزید خبریں