اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د يو شمېر هېوادونو حكومتونو په لوئيديزه غاړه كښې په اروپائي ٬ روسي او چينائي سفارتكارو د ډزو په كولو د اسرائيل غندنه كړې ده۔ په دې كښې د كاناډا وزيراعظم ، د برطانیې پارلیمانی انډر سېکرټری آف سټېټ، د آئرلېنډ وزیراعظم، د اطاليا ، نېدرلېنډز، فرانس، فن لېنډ، ډنمارک او ناروے خارجه وزيران٬ د بېلجیم نائب وزیر اعظم او خارجه وزير شامل دے۔ دې سره …
د اسرائيلي پوځ په سفارتكارو ډزې د ويانا كنونشن ٬ نړيوال قانون خلاف ورزي ده٬ د ګڼ شمير هيوادونو لخوا د اسرائيل غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د يو شمېر هېوادونو حكومتونو په لوئيديزه غاړه كښې په اروپائي ٬ روسي او چينائي سفارتكارو د ډزو په كولو د اسرائيل غندنه كړې ده۔ په دې كښې د كاناډا وزيراعظم ، د برطانیې پارلیمانی انډر سېکرټری آف سټېټ، د آئرلېنډ وزیراعظم، د اطاليا ، نېدرلېنډز، فرانس، فن لېنډ، ډنمارک او ناروے خارجه وزيران٬ د بېلجیم نائب وزیر اعظم او خارجه وزير شامل دے۔ دې سره سره د پرتګال ،المان ، سلووینیا ،اردن ، قطر ، ترکیه ،مصر ، یوراګوئے او میکسیکو خارجه وزات لخوا په جاري شوو بيانونو كښې هم د اسرائيلي پوځ د دې ناوړه ګام غندنه شوې ده۔ د الجزيره رپورټ له مخې د كاناډا وزيراعظم مارک کارنی وئيلي چې په دې معامله اسرائيلي سفير رابللے شوے او هغه څخه سپيناوې غوښتلې شوې دې۔ د برطانیې پارلیمانی انډر سېکرټری آف اسټېټ هېمش فالکنر وئيلي چې د لوئيديزې غاړې په جين سيمه كښې رامخې ته شوې پېښې د قبلولو وړ نه دي۔ ددې پېښې بايد بشپړه پلټنې وكړې شي او ذمه وار دې احتساب سره مخ كړې شي۔ د آئرلېنډ وزيراعظم مائیکل مارټن ددې غندنه كولو سره وويل دا كومه سمه طريقه نه ده او داسې بايد ونكړې شي۔ اطالوی خارجه وزير ووئيل د اسرائيلي حكومت څخه غندنه كوو چې هغه په سمدستي توګه ددې سپيناوې وكړي۔ د نيدرلېنډ خارجه وزير کېسپر وېلډ کېمپ ووئيل د سفارت كارانو په كار كښې خنډان اودرولو څخه بايد ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ اسرائيلي چارواكو څخه سپيناوې غوښتلې او په نورو اقداماتو غور كوو۔ فرانسیسی خارجه وزير ژاں نول بېروټ ووئيل چې په سفارتكارانو ډزې د قبلولو وړ نه دي۔ اسرائيلي سفير به سپيناوي لپاره راغوښتلے شي۔ د بیلجیم نائب وزیر اعظم او خارجه وزير مېکسم پریوټن ووئيل چې زه په دې حېران شوم چې اسرائيلي پوځ د بېلجيم په شمول د يو شمېر هېوادونو په سفارتكارانو ډزې كړي دي۔ بیلجیم اسرائيل څخه په دې معامله سپيناوې غواړي۔ د المان خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې د ډزو دې پېښې سخته غندنه شوې ده۔ الماني حكومت په سمدستي توګه د پېښې كره كتنې له په اسرائيلي حكومت زور راوړے دے۔ د اردن خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په سفارتكارو د اسرائيلي پوځ ډزې د نړيوال قانون او بشري قانون ښكاره خلاف ورزي ده او دا يو داسې جرم دے كوم چې د ټولو سفارتي اصولو او په خاص توګه د 1961 ویانا کنونشن خلاف ورزي ده۔ د قطر خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مونږ په سفارتكارو د ډزو پېښې غندنه كوو او دا د نړيوالو قوانينو ٬ کنونشنز او سفارتی اصولو خلاف ورځي ګرځوو۔ د ترکیه خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مونږ په سختۍ سره د دې پېښې غندنه كوو۔ دا پېښه په باضابطه توګه د نړيوال قانون لمينځه وړولو مظهر دے۔ د مصر خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې مونږ دا پېښه مسترد كوو٬ دا د ټولو سفارتي اصولو خلاف ورزي ده۔ مونږ اسرائيل څخه غوښتنه كوو چې هغه دې د دې پېښې سپيناوې وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د فلسطینی اتھارټی تر اهتمام لاندې شوې دغه دوره كښې د برطانیې، كاناډا ، فرانس، اطاليا، سپېن، چین، جاپان، مېکسیکو، مصر او نورو ګڼ شمېر هېوادونو استازي شامل وو۔ په پېښه كښې د كوم سفارتكار د ژوبل كېدو اطلاع نه ده ترلاسه شوې٬ خو په وېډيو كښې د سفارتكارو د اسرائيلي پوځ د ډزو دلاسه د ويرېدو او تښتېدو منظر ليدلے شي۔ د فلسطینی اتھارټی خارجه وزارت لخوا د اسرائيلي عسكرو په سفارتكارو ډزې د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولو سره وئيلي دي چې پلاوې په غزه او لوئيديزه غاړه كښې د بشري وضعې جاج اغستلو له په سركاري مشن وه۔










