د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په خضدار کښې د سکول په بس د هندي ترهه ګرو د برید غندنه وكړه

اسلام آباد 21 مئي (اې پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په خضدار کښې د یو سکول په بس د هندي ترهه ګرو برید غندنه كړي ۔د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې برید کښې د ماشومانو په شهادت خواشیني څرګنده کړې ده۔ ده په خپل بیان کښې د شهيد شويو ماشومانو کورنیو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئيلي چې هغه کسان كومو چې …

اسلام آباد 21 مئي (اې پي پي) د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په خضدار کښې د یو سکول په بس د هندي ترهه ګرو برید غندنه كړي ۔د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې برید کښې د ماشومانو په شهادت خواشیني څرګنده کړې ده۔ ده په خپل بیان کښې د شهيد شويو ماشومانو کورنیو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئيلي چې هغه کسان كومو چې ماشومان په نښه کړې، هغوي د هیڅ ډول رعایت مستحق نه دي۔ ده ووئيل چې هندي ترهه ګرو په بې رحمۍ سره په ماشومانو برید کړی او په سکول بس برید په هېواد کښې د بې امنۍ رامخې ته کولو لپاره د دښمن یوه ناوړه هڅه ده۔کورنیو چارو وزیر زور راوړو چې چې قوم به په خپل یووالي سره هر ډول ناوړه هڅه شنډه کړي۔ ده وئويل د وژل شویو ماشومانو د غمجنې کورنۍ سره ولاړ يو او زمونږ ټولې همدردۍ د وژل شویو ماشومانو کورنیو او ژوبل كسانو سره دي ۔ ده د ژوبل كسانو زر روغتیا لپاره دعا وکړه

مزید خبریں