د پاكستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ د فرانسوي عهديدار سره ملاقات٬د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو په قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)فرانس كښې د پاكستان سفير ممتاز زهره بلوچ د فرانس د اقتصاديات او خزانې وزارت ډپټي ډائرېكټر جنرل آف ټريژري كليئر چیرمیټنسکی سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او فرانس ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكو قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پاكستان سفارتخانې ايكس پوسټ له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ په امكانات او موقعو٬شريك …

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی)فرانس كښې د پاكستان سفير ممتاز زهره بلوچ د فرانس د اقتصاديات او خزانې وزارت ډپټي ډائرېكټر جنرل آف ټريژري كليئر چیرمیټنسکی سره ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان او فرانس ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكو قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پاكستان سفارتخانې ايكس پوسټ له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ په امكانات او موقعو٬شريك اقدامات ته د ودې وركولو او د دواړو اړخو كاروباري ورورولۍ سره د روابط جاج اخستلے شوے۔دوي د پاكستان-اروپائي ائتلاف اقتصادي اړيكو او د جي اېس پي پلس انتظام٬ګڼ اړخيزه تجارتي نظام قوي كولو او د ډبليو ټي او فريم ورك كښې د مرستې اهميت سره سره د پاكستان په اقتصادي او مالياتي اصلاحاتوهم د خيالاتو څرګندونه كړې ده

مزید خبریں