د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په سكول بس بريد باندې د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان خضدار كښې د سكول په بس په شوي ترهه ګر بريد د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔په دې پېښه كښې د بې ګناه ماشومانو په شهادت ټول قام غم جن دے۔هارون اختر خان په خپل بيان كښې ووئېل سكول بس كښې په بې ګناه ماشومانو بريد د انسانيت په ضد …

اسلام آباد 21مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان خضدار كښې د سكول په بس په شوي ترهه ګر بريد د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔په دې پېښه كښې د بې ګناه ماشومانو په شهادت ټول قام غم جن دے۔هارون اختر خان په خپل بيان كښې ووئېل سكول بس كښې په بې ګناه ماشومانو بريد د انسانيت په ضد بزدلانه فعل دے٬د دې چې څومره هم غندنه اوشي كمه ده ٬ د ترهه ګرۍ دا ډول كاروائي زمونږ عزم متزلزل كولې نه شي۔ده ووئيل ټول قام د شهيدو شوو ماشومانو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے٬مونږ د غم په دې سخت وخت كښې د غم جنو كورنيو سره ولاړ يو٬ ده د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو ماشومانو زر روغتيا لپاره دعا وكړه ۔هارون اختر د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرو په ضد به بشپړه كاروائي روانه وي

مزید خبریں